د چین دولتي رسنیو د شنبې (د جولای میاشتې ۲۰ نیټه) په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد په شمال لویديځ کې د بهیدونکي سیند پر سر د یوې لویې لارې (موټر وی) پول د نړیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي دي.
د چین د رسمي خبري آژانس شین هوا، په حواله پُل د جمعې په ماښام د شانشي ایالت په ژاشوا ښار کې نړیدلی دی.
اټکل کیږي چې د ورښتونو له کبله رامنځته شوی سیل د پُل د نړیدو سبب شوی وي. د چین ولسمشر شي جن پنګ د ژغورنې د جدي اقداماتو امر کړی دی.
ژغورونکې عمله توانیدلې ده چې د سیمه ایز وخت مطابق د شنبې ورځې تر سهاره پورې پنځه موټرې چې د پله د نړیدو له کبله سیند ته غورځیدلي ول را وباسي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح
له ۲۰۱۳کال راهیسي دا لومړی وار دی، چي چارواکو د زیات یخ ګواښ کړی دی: دا په دې اونۍ کي دوهم وار دی چي یوه یخه څپه چین رېږدوي او هغه سیمي، چي واوره پکښي نه کېده، په جادويي ژمي بدلوي.
انځور: CFOTO/picture alliance غرنی هوساینځای چګنده، چي د پېکینګ په شمال ختیځ کي نژدې ۲۰۰ کیلومتره لیري پروت دی لیدونکي ورڅخه په دغه سخت ژمي کي ډېر خوند اخلي. د هیواد په شمال او لوېدیځ کي ډېري غرنی سیمي د سختي سړې هوايي له امله د لنډ وخت له پاره تړل سوي دي. د هوا پيژندونکو په خبر، ښايي چي په پیکینګ کي هوا د سانټي ګراډ منفي ۱۸ ته ورسیږي.
انځور: CFOTO/picture alliance پانډا یږ د واوري په اورېدو خوشحاله دی
لیدل کېږي، چي«پانډا»منګ لان یږ د پېکینګ په ژوبڼ کي په ډيري کرارۍ له یوې درختي څخه د درنې واوري اورېدو ننداره کوي. د هوا پيژندني ملي ادارې له سیمه ایزو ادارو څخه غوښتي دي چي د استوايي ګټورو نباتاتو ساتنه وکړي.
انځور: CFOTO/picture alliance د یو ښه عکس له پاره د سخت یخ منل
په پېکینګ کي د مشهور برج ډرام پرمخامخ د عکسونو اخیستل ډېر په زړه پوري دي او دا چي واوره بیا پر دېوالونو پرته وي ځانګړې ښکلا لري. د امنیتي دلایلو له امله د چین د پلازمېني لويي لاري تړل سوي دي، د اورګاډو خدمتونه د لنډ وخت له پاره درېدلي دي. له چهارشنبې راهیسي ښوونځي په انلاین بڼه لوست ورکوي. له شرکتونو غوښتل سوي دي، چي له خپلو کارمندانو سره د ترافیکي ګڼي ګوڼي له امله یو لار یوسي.
انځور: Ng Han Guan/AP/picture alliance د واوري او یخ سره بیاهم د نندارچیانو ډېروالی
د اکتوبر میاشتي له هغي وروستۍ تودې اونۍ څخه چي په دې یوه لسیزه کي يې سابقه نه درلوده، وروسته یوې یخي څپې او زیاتي واوري اورېدو پېکینګ رېږدولی دی. هلته دومره واوره اورېدلې ده، چي ۷۳ زره کسان يې په پاکولو بوخت دي، مګر بیاهم له یوشمېر داوطلبانو څخه د مرستي هیله سوې ده. استخدام سويو مرستندویه لیدونکو یوعبادتځای ته د غزېدلو لارو څخه د واوري پاکولو ته ځانونه ور رسولي دي.
انځور: Artyom Prytkov/dpa/picture allianceپه واوره کي ساعتیری او تفریح باید له پامه ونه غورځل سي. د پېکینګ په سویل کي ۴۵۰ کیلومتره لیري د انیانګ په ښارکي د اورېدلي واوري څخه د یو واورین سړي جوړول بسنه کوي.
انځور: CFOTO/picture alliance سخت یخ او واري په لیانیونګانګ کي د هواګو غره یوه نادره ننداره وړاندې کړې ده. دغه د ګرځندویانو زړه وړونکې ننداره د چین په ختیځ کي د پېکینګ او شانګهای ترمنځ د لويي لاري پر سر د جیانګ په ولایت کي ده. د دې سیمي اوبه او هوا نیمايي ګرمسیر دي. ژمی يې معمولا معتدل او نسبتاً وچ دی.
انځور: CFOTO/picture alliance د چین په شمال کي د جیلین ولایت د چانګچون په سیمه کي تر صفر کښته یخ بشپړه طبیعي ده. په ژمي کي دې ځای ته د ګرځندویانو پام را اوړي. دغه واورینه مجسمه یوه له «چانګچون یخ او د نوي واوریني نړۍ» څخه ده. دا په نړۍ کي د خپل ډول د افسانوي واورین یخ اووه ویشتمه ننداره ده.
انځور: Yan Linyun/picture alliance