1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: طالبانو سره دوستانه مناسباتو لرلو ته تیار یو

۱۴۰۰ مرداد ۲۵, دوشنبه

چین اعلان کړی چې افغانستان سره کلکو «دوستانه او مشترکو» مناسباتو درلودلو له پاره چمتو دی. دغه خبره د چين د حکومت يوه ویاند د دوشنبې په ورځ، د طالبانو له خوا د کابل ښار تر نيولو یوه ورځ وروسته کړې ده.

China Tianjin | Talibanführer Mullah Abdul Ghani Baradar trifft Außenminister Wang Yi
انځور: Li Ran/Xinhua/AP/picture alliance

بيجينګ غواړي طالبانو سره خپلې غیررسمي اړيکي وساتي. چین داسې مهال دغه خبره کړې چې تیره ورځ طالبانو د افغانستان د ۳۲ ولایتونو وروسته، پلازمينه کابل هم ونیوه. چین له افغانستان سره ۷۶ کیلومتره ګډ سرحد لري.

له همدې بابته چین له ډيرې مودې راهیسې انديښنه لري چې ښايي افغانستان، د چین په سینګيانګ کې ايغور مسلمان بيلتون غوښتونکۍ لږکۍ له پاره په یوه امن ځان بدل شي.

خو تیره میاشت د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی چین ته ولاړ او د دغه هیواد د بهرنيو چارو وزير، وانګ يي سره يې وکتل. طالب پلاوي په دغې کتنه کې چین سره ژمنه وکړه چې افغانستان به د اورپکو له پاره د یوه مرکز په توګه ونه کارول شي.

په مقابل کې چین د اقتصادي ملاتړ او د افغانستان په بيا رغونه کې د پانګونې ژمنه وکړه.

چین د دوشنبې په ورځ وويل اعلان وکړ چې افغانستان سره د اړیکو د تامين له فرصت څخه «هرکلی» کوي تر څو له دغه هیواد سره چې د څو نسلونو له پاره د هغه د جیو ستراتيژيک موقعیت له کبله د نړۍ زبر ځواکونو ورته سترګې نيولې وې، خپلې اړيکې مستحکمې کوي.

د چين د خارجه وزارت ویانده هوها چونینګانځور: picture-alliance/dpa/Kyodo

د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاندې هوا چونیانګ (Hua Chunying) خبريالانو ته وويل: «طالبانو په کراتو له چین سره د ښو مناسباتو هیلې ښودلي دي، او دا چې هغوی د افغانستان په پراختیا او بیا رغونه کې د چين د همکاریو ته سترګې په لار دي.» .

میرمن چونیانګ وويل: «موږ له دې څخه هرکلی کوو. چین د افغان ولس له خوا په خپلواکه توګه د خپل برخلیک د ټاکلو حق ته درناوی کوي او مایل دی چې افغانستان سره خپلو دوستانه مناسباتو او همکاريو ته پراختيا ورکړي.»

د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاندې پر طالبانو غږ وکړ چې په خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې د واک د «ډامن انتقال» او د یو «پراخ اسلامي حکومت د تاسيس» له پاره د مذاکراتو کولو له پاره يې کړې دی.

د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاندې پر طالبانو غږ وکړ چې په خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې د واک د «ډامن انتقال» او د یو «پراخ اسلامي حکومت د تاسيس» له پاره د مذاکراتو کولو له پاره يې کړې دی. هغې زیاته کړه په کابل کې د چین سفارت اوس هم فعالیت لري، سربیره پر دې چې چین تیره میاشت د امنيتي دلایلو له مخې له افغانستان څخه د خپلو اتباعو وښکل پيل کړي وو.

آ/م.ک.ص./ا.ا.