د چین د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د امریکا بې چلونکی یا ډرون اوبتل یې بیرته امریکا ته سپارلی دی. تیره اونۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې اوبتل په هکله هغه وخت نانندرۍ پیل شوې چې امریکا متحدو ايالاتو ادعا کوله چې یاد اوبتل په نړیوالو اوبو کې حرکت کاوه او بل لوري ته بیا چین ویل چې اوبتل د چین په اوبو کې نیول شوی دی.
د سې شنبې په ورځ د چین د دفاع وزارت اعلان وکړ چې له امریکا متحدو ایالاتو سره له دوستانه خبرو اترو وروسته یې نیول شوی ډرون اوبتل بیرته امریکا ته سپارلی دی.
بل لوري ته د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون په حواله چې اوبتل د تل په څیر د چین په جنوبي اوبو کې د فلیپین هیواد ته څیرمه د حرکت په حال کې وو. دغه اوبتل هغه وخت ونیول شو چې د امریکا یوې کیښتۍ دوه څیړنیز ډرون اوبتلونه د چین په جنوبي اوبو کې خوشي کړل او له اوبو څخه د بیرته ایستلو پرمهال چین یو اوبتل ونياوه.
د اوبتل د نیولو دغه پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې د چین او امریکا ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې له خړپړتيا سره مخامخ دي. د اړیکو د خرابوالي یو دلیل د ټایوان هیواد له ولسمشري سره د امریکا متحدو ایالاتو د نوي ولسمشر دونلد ترمپ تلیفوني خبري په ګوته کیږي. دې کار د چین سخته غوسه را وپاروله او د امریکا له خوا د «یو چین» د سیاست په هکله یې پوښتنې راولاړې کړې.
دونالد ترمپ چې له تویتر سره زیاته علاقه لري، او د چین له خوا د امریکا د نیول شوي اوبتل په هکله یې د چین دغه کار ته د «غلا» کلمه کارولې وه، په خپل تویتر پاڼه کي ليکلي: «موږ هغه اوبتل چې تاسې غلا کړی، بیرته نه غواړو.»
چین د امریکا له لوري د پوځي او معلوماتي کړنو پر سر پر نیوکو سربیره په پیل کې ویلي ول چې نیول شوی اوبتل به بیرته امریکا ته وسپاري.
نور مطالب:
چینایانو د نړۍ تر ټولو لوړ پلونه جوړ کړي دي
د Beipanjiang Duge پل چې ۵۶۵ متره لوړوالی لري اوس د جوړیدو په وروستیو مراحلو کې دی. تمه کیږي چې له دغه پل څخه د ۲۰۱۶ کال په پای کار اخیستنه پیل شي. دې پله په نړۍ کې د تر ټولو لوړ پل لقب خپل کړی دی. انځور: picture-alliance/dpa/VCG/MAXPPP د چین سویل لویدیځه سیمه غرنۍ ده او له همدې کبله په دې سیمه کې د موټر چلول اسانه کار نه دی. د Beipanjiang Duge چې ۵۶۵ متره لوړوالی لري، د کوئیژو او یون نان، ولایتونو تر منځ جوړ شوی دی. د دې پل وروستۍ برخه د سپتمبر په لسمه نیټه وصل شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/VCG/MAXPPP د دې پله د جوړولو چارې په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې. تر دې پله لاندې د Beipan Jiang سیند تیریږي. تمه کیږي چې د دې پل له جوړیدو سره په سیمه کې د پرتو ولایتونو تر منځ سفر له پنځو ساعتونو څخه دوو ته راولویږي.
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Zhen Chunli چیني انجنریانو ویلي دي چې دغه پل به د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې د موټرو پر مخ پرانستل شي. د Beipanjiang Duge پل ۱۳۴۱ متر اوږدوالی لري، او د یوه مستقیم خط په توګه توګه چې لوړو او ژورې نه لري، جوړ شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Zhen Chunli که څه هم د Beipanjiang Duge په نړۍ کې تر ټولو لوړ پل بلل کیږي خو هغه تر ټولو لوی پل نه دی. د نړۍ تر ټولو لوی پل اوس په فرانسه کې ده. دغه پل Le Viaduc de Millau نومیږي او ۳۴۳ متره لوړوالی لري.
انځور: picture alliance/dpa/VCG/MAXPPP د Beipanjiang Duge برجونه یوازې ۲۵۰ متره ارتفاع لري.
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Zhen Chunli دغه برجونه له یوې درې څخه لږ لرې جوړ شوي دي او له همدې کبله د پله ارتفاع ۵۶۵ مترو ته رسیدلې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Zhen Chunli په چین کې د نړۍ یو شمیر تر ټولو لوړ پلونه جوړ شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Zhen Chunli اوس مهال د نړۍ د تر ټولو لوړ پل رسمي ریکارد «سیدو پل» ته ورکړل شوی دی. دغه پل هم په چین کې دی او لوړوالی یې ۴۷۲ مترو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/VCG/MAXPPP هغه کارګر چې پر دغه پل باندې کار کوي، باید ډیر زړور ووسي.
انځور: picture-alliance/dpa/VCG/MAXPPP د Beipanjiang Duge پر پله باندې ۱۳۹ میلیونه یورو مصرف شوي دي.
انځور: Reuters تر دې مخکې په امریکا متحده ایالاتو کې پروت د رویال جور پل د ۷۰ کلونو له پاره د نړۍ تر ټولو لوړ پل بلل کیده. دغه پل ۲۹۱ متره لوړوالی یې او په ۱۹۲۹ کال کې جوړ شوی دی.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/U. Brunbauer