1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین، هانګ کانګ ته د امریکايي جنګي بیړیو په ورتګ بندیز لګولی

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

په دې اقدام سره د پیکینګ مشرتابه د امریکا ایالاتو هغه قانون ته غبرګون ښوولی چې له مخې یې په هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ له غورځنګه واضحه ملاتړ شوی. امریکایي غیردولتي سازمانونه هم د دغه بندیزونو له ګواښ سره مخامخ دي.

US-Kriegsschiff USS Chancellorsville  im Hafen von Hongkong
انځور: Getty Images/AFP/A. Wallace

په پيکینګ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ، ویلي دي چې سر له اوسه به نور امریکایي جنګي بیړۍ په هانګ کې توقف نه شي کولی. د هغې په خبره د دغه ډول اقداماتو له پاره د اجازې اخیستو پروسه ځنډول شوې ده. پر دې سربیره ځینې غیر دولتي امریکایي سازمانونه به هم له بندیزونو سره مخامخ شي چې پکې د بشري حقونو هیومن رایټس واچ او فریډم هاوس هم شامل دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ تیره اوونۍ د هانګ کانګ په هکله د کانګرس له لوري تائید شوی قانون تصویب وکړ او په دې سره یې د چین غوسه راوپاروله. چین په دې تړاو د «د باالمقابل پریکړنده اقداماتو» ګواښ وکړ خو یوازې یې په چین کې د متحده ایالاتو سفیر احضار کړ.

په واشنګټن کې کانګرس د «بشري حقونو او دیموکراسۍ قانون» د استازو په مجلس کې په یوې مخالفې رایې سره ومانه. دغه قانون د اقتصادي بندیزونو ګواښ رامنځ ته کوي. په دې سره د چین ځانګړي اداري حوزه هانګ کانګ د چین پر وړاندې د اقتصادي او سوداګرۍ د سیاست په برخه کې د متحده ایالاتو ځانګړي مراعات له لاسه ورکولی شي. پر دې سربیره دغه قانون کې دا هم شته چې ولسمشر د هغو کسانو پر وړاندې بندیزونه وضع کولی شي چې په هانګ کانګ کې د سختو بشري حقونو د سرغړونو له پاره ګرم وي.

پر دې سربیره یو بل قانون د هانګ کانګ پولیسو ته د اوښکي بهونکي ګاز، ربړي مرمیو او زولنو صادرول منع کوي. په هانګ کانګ کې له کابو شپږو میاشتو راهیسې روانې مظاهرې د حکومت، د پولیسو د تاوتریخوالي ډک چلن او د پيکینګ د مشرتابه د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ پر ضد کیږي.

په پیکینګ کې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وويل چې د واشنګټن چلن د منلو وړ نه دی او په غیر دولتي سازمانونو یې هم د «خراب» چلن تور لګولی دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب