1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

چین وايي د کرونا ويروس د نويو مثبتو پېښو کچه ټيټه شوې

۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د چين چارواکو د کوويد – ۱۹ ويروس د نويو مثبتو پېښو د شمیر د باثباته تمايل له امله خوشبينې څرگنده کړې ده. روغتيايي کارپوهان فکر کوي چې دا ناروغي ښايي ډېره وژونکي نه وي ځکه په ډېرو اخته کسانو کې یې علايم خفيف دي.

China Coronavirus
انځور: Getty Images/AFP

چينايي چارواکو د سه شنبې په ورځ د کرونا ويروس ۱۸۸۶ نويو قضيو د ثبتيدو خبره کړې ده چې دا په روانه مياشت کې په يوه ورځ کې په چين کې د نويو مثبتو پیښو تر ټولو ټيټ شمیر دی.

په هغه رپوټ کې چې د چين د ناروغيو د کنترول او وقایې د مرکز له خوا د دوشنبې په ورځ خپور شوی، ويل شوي چې په دې ویروس اخته شوي ۸۰ سلنه یې خفيف علايم ښيي خو د زړو او نارغانو له پاره بيا دغه ويروس د مرگ خطرلري. 

د کوويد – ۱۹ له امله د مړينې کچه تقريباً دوه فيصده ده چې د سارس د ناروغۍ څخه ټيټه ده. يعني د سارس ناروغي یې په پرتله ډیره وژونکې وه. خو نوی کرونا ويروس چې د انفلونزا په څېر علايم لري، که د نورو ناروغتياو په پرتله ډېره خپره شي نو بيا ښایي ډېره وژونکې ثابته شي. موسمي انفلونزا ۰،۱ سلنه وژونکې ده خو هر کال له دې کبله چې په ميليونو خلک پرې اخته کيږي، په سلونو زره کسان وژني.

د مړو شمير تر ۱۸۰۰ اوښتی

د چين د روغتيا ملي کميسيون د سه شبنې په ورځ د نورو ۹۸ کسانو تر مړېنې وورسته د ويروس له کبله د دسمبر له پای راهيسې د مړو شويو کسانو تازه شمير ۱۸۶۸ وښود. چارواکو وویل چې د نويو پېښو په شمیر کې ثبات د دې ښکارندوي کوي چې د ويروس د مخنيوي په موخه په لاره اچول شوي تدابير اغیزمن ثابتيږي.

په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د واکسينو د موندلو له پاره څيړنې روانې ديانځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د سه شنبې په ورځ يوې دولتي ورځپاڼې رپوت ورکړی چې چينايي چارواکي د کوويد – ۱۹ د واکسين او نويو درملو د جوړولو له پاره هلې ځلې کوي. په دې کې د وينې يوه داسې معاينه هم شامله ده چې نتیجه یې ژر معلوميږي.

«څه ويل به له وخت دمخه وي»

خو د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) مشر ديدروس ادهانوم غيبريسس د دوشنبې په ورځ وويل چې د ويروس د نويو پېښو د ثبات د تمایل سره «بايد ډېر محتاطانه چلن» وشي. هغه وويل چې دغه تمايل د نورو کسانو په دې ويروس تر اخته کيدو وروسته تغير کولی شي. دا به د وخته مخکې وي چې د نويو پېښو کمښت دې همداسې دوام پيدا کړي. اوس هم د هر ډول حالت سره مخامخ کيدلی شو.»

bs/sr (AP, Reuters, AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب