چین؛ په وړکتون کې د چړې په برید کې شپږ کسان وژل سوي
۱۴۰۲ تیر ۱۹, دوشنبهد «ډیلي چاینا» په نوم دولتي ورځپاڼې د پولیسو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د دوشنبې په سهار د دغه برید په تړاو یو ۲۵ کلن تورن کس نیول سوی دی. د نوموړي رپوټ له مخې دغه برید د گوانگ ژو ایالت د لیانجیانگ په ښار کې رامنځته سوی دی. په دې هکله نور جزئیات لا نه دي په ډاګه سوي.
چين: په رستورانت کې چاودنې تر ديرشو ډېر کسان وژلي
په چین کې د وړکتون او یا مکتب پر کوچنیانو باندي برید کول کومه استثنی نه بلل کیږي. په تیرو جنایتونو کې بریدگرو غوښتل په ټولنه کې د محسوسیدونکو نابرابریو غچ واخلي او په دې ډول یې ډیری وخت د ټولنې له کمزوري قشر څخه استفاده کوله. له همدې کبله په چین کې له ډیره وخته راهیسي په مکتبونو او وړکتونونو کې ځانگړي امنیتي مقررات موجود دي. په دخولي دروازو کې پیره داران ولاړ وي. په حقیقت کې والدینو، خپلوانو او یا هم نورو کسانو ته، ښوونځیو او وړکتونونو ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي. هغوی کولای سي یوازي د دروازې له خولې څخه خپل کوچنیان له ځانه سره بوزي.
GP/NZ/AG