چین: په کیمیاوي بټۍ کې چاودنې ۲۲ کسان وژلي
۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبه
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په ژانګجیاکو کې په یوې کیمیاوي بټۍ کې شوي چاودني ۲۲ کسان وژلي او ۲۲ نور یي ټپیان کړي دي. دغه ښار د ۲۰۲۲م کال د اولمپیک د ژمنیو سیالیو کوربتوب هم کوي.
په تیره لسیزه کې په چین کې د کیمیاوي موادو له بټیو نیولی تر کانونو پورې په صنعتي برخه کې رامنځ ته شوي خونړۍ پيښې د دې سبب شوي دي چې د اغیزمنو شوو ټولنو تر منځ غوسه راوپاروي.
تر اوسه کوم معلومات شته؟
ویل شوي دي چې چاودنه د هیبای شینګهوا کیمیکل انډسټري، شرکت د لاریو بارولو په ځای کې رامنځ ته شوې ده. د چین دولتي خبري آژانس شینهوا، ویلي دي چې په پيښه کې۵۰ موټر سوځیدلي دي. ځایي حکومت له خلکو غوښتي دي چې د نندارې له پاره د پيښې ځای ته ور نه شي، ځکه چې دغه څه ښایي د ژغورنۍ بیړنۍ چارې خلل کړي. پولیس اوس په دې هڅه کې دي چې د پيښې علت معلوم کړي.
په چین کې له کلونو راهیسې په صنعتي برخه کې دغه ډول پيښې د چارو د پوهانو له نظره د خوندیتوب د کمزوري معیارونو د پلي کولو له کبله رامنځ ته کیږي. په ۲۰۱۵م کال کې په تیانجن کې دغه ډول یوې چاودنې تر۱۷۰ زیات کسان وژلي وو. دغه چاودنه د کیمیاوي موادو په سم ډول د نه ځای پر ځای کولو له کبله رامنځ ته شوې وه.
د روانې میلادي میاشتې په سر کې په فوجیان ولات کې د کیمیاوي موادو د بهیدو له کبله ۵۲ تنه ناروغه شوي وو. دغه کیمیاوي زهرجن مواد هغه وخت له بیلرونو بهیدلي وو، چې په لاریو کې باریدل.
د ټولنیزې بې کرارۍ په پام کې نیولو سره پيکینک د صنعتي خوندیتوب د ستندردونو د ښه کولو هوډ څرګند کړې وو. خو د چاپیریال ساتنې پلویان وایي چې په دې برخه کې ډیر لږ بدلون رامنځ ته شوی او کارګر اوس هم له خطر سره مخامخ دي.