1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: ښوونځي کې اور لګیدنه کې ۱۳ ماشومان ووژل شول

۱۴۰۲ دی ۳۰, شنبه

د یوه ښوونځي د خوب په ځای کې اور لګیدنې د ۱۳ ماشومانو ژوند واخیست. سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې قربانیان ټول د ابتدایه دورې زده کوونکي ول. د پيښې په ارتباط یو کس نیول شوی دی.

China | Kinder bei einer Rettungsübung in Yantai
آرشیف انځور: د چین په یوه ښوونځي کې زده کوونکي د اور لگیدنې په صورت کې د ځان ژغورنې تمرین کويانځور: CFOTO/picture alliance

د چین دولتي خبري آژانس شینهوا د شنبې (د جنورۍ میاشت ۲۰ نیټه) په ورځ رپوټ ورکړ چې د جمعې په ماښام د چین د مرکز هنان ولایت په یوه ښوونځي کې اور لګیدنه رامنځته شوې وه. د اور وژنې عملې ته د شپې په ۱۱ بجو خبر ورکړل شوی چې د یانشان پي یو، په کلي کې د ینګکای ښوونځي د خوب په ځای کې اور لګیدنه رامنځته شوې ده.

شینهوا ویلي دي: «ژغورونکي ډیر زر سیمې ته ورسیدل او اور په ۲۳:۳۸ دقیقو خاموشه کړای شو. په دې اور لګیدنه کې یو تن ټپي شوی هم دی چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او وضعیت یې له اندېښنې وتلی دی.»

په لومړیو کې معلومه نه وه چې په کوم شمیر کې قربانیان ماشومان دي. د «هبای دیلی» روځپاڼې د یوه ښوونکي په نقل لیکلي دي چې ټول قربانیان د دریم ټولګي زده کوونکي دي چې عمرونه یي د ۹ او ۱۰ کلونو ترمنځ ول. چارواکو د پيښې رامنځته کیدو د علت په اړه پلټنې پیل کړي دي. د شینهوا د رپوټ پر بنسټ لږ تر لږه یو تن چې د ښوونځي له مسئولینو څخه وو نیول شوی دی.

د یانشان پي یو کلی د نانیانګ ښار ته نږدې موقعیت لري. د ټولنیزو شبکو کاروونکو د شنبې په ورځ د دې اور لګیدنې په اړه خپله ویره او وحشت څرګند کړی دی. یوه کاروونکي د وایبو په انلاین پلیټفارم کې لیکلي دي: «ډیره ویروونکي ده. د ۱۳ کورنیو ۱۳ ماشومان په یوه شیبه کې ورک شول... که سخت مجازات شتون ونه لري، نو د هغوي روح به آرامه نه شي.»

مرګونې اور لګیدنې او دې ته ورته نورې پيښې په چین کې د کمزورې احتیاطي اقداماتو له کبله معمول دي. د تیر کال په نومبر میاشت کې د چین په شمال شانشي ولایت کې د ډبرو سکرو د شرکت په دفتر کې د اور لګیدنې په پایله کې ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د تیر کال په اپریل میاشت کې د پلازمېنې بیجینګ په یوه روغتون کې د اور لګیدنې په پيښه کې لږ تر لږه ۲۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

 آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

په چین کی والدین د خپلو ورکو شویو اولادونو په لټه کې

05:06

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب