1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او نيپال: په دوو جلا پېښو کې ۴۹ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

د چين په سويل ختيځ کې پر یوه لویه لار د یوه بس موټر د اوښتو په پېښه کې ۲۷ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. په نيپال کې بیا د ځمکې ښوېدو پېښه رامنځ ته شوې چې د چارواکو په خبره ۳۲ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Nepal Monsun in Kathmandu
په نيپال کې کلني موسمي وروښتونه - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/P. Mathema

د چین پولیسو په يوه لنډه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه بس موټر د يکشنبې په ورځ سهار وختي د سندو په نوم کلي کې ټکر وکړ. دغه کلی د چين ګوئيژو ایالت مرکز، ګوئيانګ ښار ته نژدې پروت دی. زیاته شوې چې په بس کې ۴۷ کسان سپاره ول او په پېښه کې ټپي شوي کسان تر درمنلې لاندې نيول شوي دي. د پیښې په هکله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي دي.

نيپال کې د ځمکې ښویدنې پیښه

بل لوري ته په نېپال کې د سختو ورښتونو له کبله د ځمکې ښويدنې پيښه رامنځ ته شوې چې کورونه ېې لاندې کړي دي. چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې ۲۲ کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان دي. ژغورونکي تر خاورو او خټو لاندې شوو مړو د رايستلو په حال کې دي.

دغه پېښه د نیپال پلازمېنې کتمندو ښار لويديځ ته په شاوخوا ۴۵۰ کيلومترۍ کې پرتې، په آچام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. په آچام کې رضاکاران، پولیس او پوځي ژغورونکي د لادرکه شوو کسانو د موندلو په لټه کې دي.

د نيپال په غرنیو سیمو کې سيلاب جوړونکي وروښتونو معمول دي. سيلابونه په ځانګړې توګه د کلني موسمي  یا پشه کال ورښتونو په نتيجه کې چې د جون او سپتمبر مياشتو تر منځ وي، راوځي.

د رسمي ارقامو له مخې سږکال په نيپال کې د ځمکې ښويدو او سېلابونو په پيښو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه او ۱۳ نور لادرکه شوي دي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل