روغتياآسیا
چین: ګوانګژو ښار د کرونا محدودیتونه لږ کړه
۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه![China I Corona-Proteste in Guangzhou](https://static.dw.com/image/63938986_800.webp)
اعلان
په خبر کي راغلي دي چي کوچنیان باید بیرته مکتبونو ته ولاړ سي او عملأ په درسونو کي برخه واخلي، سینماوي او رستورانتونه به هم بیرته د خلګو پر مخ خلاص سي.
په دغه ښار کي د چین د حکومت د کرونا مقرراتو د سیاست ضد احتجاجونه د سې شنبې په ماښام له کنټرول څخه ووتل. داسي چي د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ اخ و ډب رامنځته سو. د چین په نورو ښارونو، لکه پیکینګ او شانګهای کي هم د کرونا سختو تدابیرو پرضد احتجاجونه تر سره سول.
ګوانګژو د چین یو مهم بندري ښار دی چي ډیري فابریکې لري او د هانکانګ د شمال ګوانګدونګ سره پروت دی، د کومه ځایه چي ډیر کارګران ورته راځي.