چین یو شرکت ۱،۱ میلیارده یورو جریمه کړ
۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبهد چین د درملو د تنظیم ملي ادارې یا CNDA ویلي دي چې د «چنګچون جنګسشین د درملو جوړولو شرکت» د جریمو او پانګو د ګنګلولو له لارې ۱،۱ میلیارد یورو مجازات شوی دی.
د دې شرکت مشره او ۱۴ نور کسان په جولای میاشت کې تر هغه وروسته چارواکو ونیول، چې د هغوی په محصولاتو او د ارزونو په اسنادو کې متضاد موضوعات راغلي ول.
د ستونزو تر موندل کیدو وروسته پر وخت د چارواکو نه اقدام او د شرکت د درملو ټیټ محصول په چین کې د عامو خلکو د غوسې راپاریدو لامل شول. وروسته بیا دا هم روښانه شوه چې دې شرکت نقلي او یا هم ټیټ کیفیته درمل او د ماشومانو د لوبو سامانونه تولید کړي ول.
اوس چارواکو د دې شرکت د لیوني سپي ناروغي له پاره د واکسین تولید درولی او د دې شرکت جواز یې هم لغوه کړی دی. د دې جنجالونو په تړاو همداراز تر ۱۲ ډیر چارواکي هم له دندو ګوښه شوي دي.
د چین د درملو د تنظیم ملي ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې د «چنګچون جنګسشین د درملو جوړولو شرکت» داسې اسناد چې د هغوی ناسم چلن یې بربنډاوه له منځه وړي، په درملو کې یې له داسې موادو کار اخیستی چې تاریخ یې تیر شوی وو او بیا په سمه توګه د درملو په آزموینه کې پاتی راغلی دی.
ms/nz (AP, AFP)