1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکتر ناکامورا هم د ټپونو له کبله ساه ورکړه

۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبه

د ننگرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د ډاکټر ناکامورا پر موټر برید شوی، چې له امله یې د هغه په شمول شپږ تنه وژل شوي دي. نوموړي له څو کالونو راهيسې په ننگرهار کې ټولگټې پروژې عملي کولې.

Afghanistan  Tetsu Nakamura
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sadeq

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې پخلی کړې او ويلي یې دي چې برید د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې شیرزي لوبغالي ته څېرمه د ډاکتر ناکامورا پر موټر شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په خبره کله چې «ناکامورا باګرام ته لیږدول کیده، د ننګرهار په هوایي ډاکټر کې یې ساه ورکړه.»

تر دې دمخه خوږياڼي ویلي وو چې پېښه کې ډاکټرناکامورا ژوبل دی خو روغتيايي حالت یې ډاډمن دی. هغه ويلي وو چې په پېښه کې د نوموړي درې ساتونکي او موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د پېښې په سیمه کې د ياسين په نوم یوه عیني شاهد وویل چې سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي ته مخامخ د کابل بانک کوڅه کې وسله والو د ډاکټر ناکامورا پر موټر برید وکړ، چې له سیمې یو شمېر جسدونه او ژوبل د پولیسو په رینجرو کې روغتون ته ولېږدول شول.

ډاکتر تیتسو ناکامورا د «پیس جاپان ميديکل سروسس» د ډېرې مشهورې جاپاني مرستندويه ټولنې مشر دی.  هغه  له ۲۰۰۳ زیږدیز کال راهیسې د ننګرهار په کامې، کوزکونړ، دره نور او بهسودو ولسوالۍ کې په کرنیزو، اوبولګولو او ټولګټو چارو کې د لسګونه میلیونه افغانیو په ارزښت اساسي پروژې پلې کړي، چې تر ټولو ډېره ګټوره او مشهوره یې د کونړ له سینده د ګمبیري دښتې ته د یوه لوی کانال پورته کول دي.

ډاکټر ناکامورا ته افغان حکومت د هغه د بې ساري خدماتو له امله افتخاري تابعیت هم ورکړی دی.

تر اوسه پر هغه د برید انګېزه نه ده مالومه شوې او نه هم کوم چا یا وسله والې ډلې د برید مسئولیت منلی دی.

اميد ديدار، ننگرهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل