1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافریقا

ډاکټران: د اوميکرون مريضان تر اوسه د ژوند په خطر کې نه دي

۱۴۰۰ آذر ۷, یکشنبه

تر اوسه لا هغه کسان چې په سويلي افريقا کې د اوميکرون په نوي ډول ويروس اخته شوي دي، د ډاکترانو د ځايي اتحاديې په خبره سخت ناروغه شوي نه دي. خو تر اوسه لا د کرونا د دغې نوې بڼې ډېری ناروغان ځوانان هم دي.

Südafrika Kapstadt | Labor
انځور: Jerome Delay/AP Photo/picture alliance

په سويلي افريقا کې د طبيبانو د ځايي ټولنې ساما په خبره د کرونا ويروس په نوې بڼې اوميکرون اخته کسان تر اوسه سخت ناروغه شوي نه دي. د سويلي افريقا د ډاکترانو د ټولنې مشرې، انژليک کويڅې، بي بي سي ته ويلي دي چې په دغه هېواد کې تشخيص شوې پېښې لا جدي نه دي. خو په خبره يې د دغه نوي ډول په هکله څېړنې يې په يوه لومړي پړاو کې قرار لري. په دغه هېواد کې يوازې ۲۴ سلنه خلک د کرونا پر ضد په بشپړه توګه واکسين شوي دي. هغې وويل چې «ناروغان ډېری وخت د بدن له درد او ډېرې ستړيا څخه شکايت کوي او موږ هغه مرض په ځوان نسل کې ګورو، نه په زړو خلکو کې.» د کوېڅې په وينا دغه مريضان سمدلاسه روغتون ته هم نه انتقاليږي.  

نوموړې د «تلېګراف» په نامه انګلیسي ژبې ورځپاڼې ته هم ويلي چې سړی بايد اندېښنه ولري چې دغه نوې بڼه په زړو خلکو کې چې د شکرې يا د زړه ناروغۍ ولري، لا سخت علايم رامنځ ته کړي.

په سويلي افريقا کې يوازې شپږ سلنه خلک له ۶۵ کلونو زيات عمر لري. د سويلي افريقا د ډاکترانو د ټولنې مشرې، انژليک کويڅې زياته کړه چې د کرونا د نوې بڼې علايم غير عادي، خو سخت نه دي. هغه په لومړي ځل د يوې نوې بڼې شتون ته متوجه شوه چې د نومبر په پيل کې په پرېتوريا ښار کې د هغې کتنځي ته داسې ناروغان ورغلل چې د کوويد ۱۹ عجيبه علايم يې درلودل. هغوی له ډېرې ستړيا څخه شکايت کاوه، خو هيچا د ذايقې يا بويونې حس له لاسه نه وو ورکړی. د هغې په خبره «علايم يې ډېر متفاوت او لا ساده وو، نسبتا هغو ته چې پخوا مې يې درملنه کړې وه.» کوېڅې د دغو څرګندونو له مخې لومړنۍ د سويلي افريقا ډاکتره وه چې رسمي ادارې يې د نومبر په ۱۸مه نېټه داسې ناروغانو ته متوجه کړې چې يو نوي ډول کرونا يې درلوده.

 د اوميرکون د ډول تشخيص لومړی په سويلي افريقا کې شوی دی. د روغتيا نړيواله اداره هغه «د اندېښنې وړ» بولي. د اروپايي ټولنې د روغتيا اداره ECDC له جدي اندېښنو څخه خبرې کوي چې دغه نوی ډول ښايي د کرونا د واکسينونو اغېزمنتيا راکمه او د بيا ابتلا خطر هم را زيات کړي. خو دا چې دغه نوی ډول کوم عواقب لري، لا صحيح معلومه نه ده. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل