1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډرونونه د جګړو په څرنګوالي کې ژور بدلون راوستی دی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۱, یکشنبه

د اوکراين جګړه ښکاره ښيي چې بې پيلوټه الوتکې په عصري جنګونو کې نوې وظيفې په غاړه اخيستلای شي، يعنې له هوايي څارنې نيولې د توغنديو تر ويشتلو پورې.

Switchblade-Drohne von AeroVironment
انځور: Sgt. Gregory T. Summers/US Army/Zuma/IMAGO

د امريکا متحده آيالاتو د پنتاګون د څرګندونو په حواله د ډرون يو نوی ډول اختراع کړی چې د اوکراين د اړتياوو سره سمون لري او داسې ښايي چې نور بدلون به هم پکې راوستل شي. دغه بې پيلوټه الوتکه »فوينيکس ګوست« نوميږي. د پنتاګون وياند جان کيربي وويل چې »د هغوی د اړتياوو په هکله له اوکراينيانو سره په خبرو کې موږ په دې نظر وو چې دغه ځانګړی سيستم د هغوی د ضرورتونو له پاره ډېر ښه عيار دی، په تېره د اوکراين په ختيځي برخه کې.«

د دغه ډرون د انکشاف بهير د هغه په خبره د اوکراين تر جګړې مخکې لا پيل شوی و. تر ۱۲۰ زيات دغه ډول ډرونونه به اوکراين ته واستول شي. د فوينيکس ګوست د ډرون کوم عکس تر اوسه نه دی خپور شوی. 

د »سويچ بلېد« په نوم يو بل ډرون »د توغندي او بې پيلوټه الوتکې تر منځ يو ډول ترکيب« دی. دغه خبره آرتور هالنډ ميشل کوي، چې په بارسلونا کې د کارنګي د اخلاقو د شورا يو مشر څېړونکی دی. دغه ډول ډرونونه د »لويترينګ مونيشن« يا »خورو ورو مرميو« په نوم په کټګورۍ پورې اړه لري. دا هغه د رموټ په واسطه له لېرې هدايت کېدونکې وسلې دي چې پرته له کوم دقيق هدف هوا ته پورته کيږي، بيا ډېر وخت په يوه ساحه ګرځي چې چلونکی ورته وروسته يو هدف په ګوته کوي په کوم باندې چې هغه بريد کوي. بل ډول ډرون »بايراکتار ټي بي ۲« نوميږي چې د سترو يا غټو ډرونونو په کټګورۍ کې راځي. هغه هم د اوکراين په جګړه کې کاريږي. ترکی لغت بايراکتار د »علم بردار« يا »بيرغ پورته کوونکي« معنی لري. دغه ډرون په ۲۰۱۴ کال کې د بايکار شرکت له خوا جوړ شوی دی چې ۶،۵ متره اوږد دی. دغه بشپړ اوتومات ډرون ۲۴ ساعته بې له ځنډه په هوا کې پاتېدای او ۷۳۰۰ متره لوړه الوتنه کولی شي او سرعت يې تر ۲۲۰ کيلومترو پورې رسيږي.

ترکی بايراکتار ډرونانځور: Mykola Lararenko/AA/picture alliance

»وېکتور« - د آلمان يو ډرون

د څارنيزو ماموريتونو له پاره د اوکراين پوځ اوس د آلمان د کوانتون سيستمز شرکت يو ډرون هم کارولی شي. د اوکراين جنګياليو آلمان ته د دغه ډرون سره يو سېلفي عکس هم لېږلی وو. دغه ډرون »وېکتور« نوميږي او بيه يې ۱۸۰ زره يورو ده. دغه پیسې اوکرايني ميليونرانو له خپل جېب څخه ورکړي دي. دغه آلمانۍ بې پيلوټه الوتکه البته يوه اصلي وسله نه ده. هغه بمونه نه شي غورځولی.

خو د پرمختياوو او انکشفاتو سربېره بايد خطرونه او ننګونې له پامه ونه غورځول شي، ځکه چې په زياتېدونکي ډول د وسلو خپلواک سيستمونه رامنځ ته کيږي. دغه خبرداری د ډرونونو کارپوه، آرتور هالنډ ميشل په ټويټر کې ورکړی دی. نوموړی پوښتنه کوي چې آيا کاروونکي يې د وضعيت کافي ارزونه کولی شي څو د تاوتريخوالي د استفادې په اړه سمه پرېکړه وکولی شي؟ آیا دغه وسلې کارونکو ته يې کافي د کنترول امکانات ورکوي څو په بريدونو کې له احتياط څخه کار واخلي؟ آيا دغه وسلې د هکرانو تر بريدونو او لاسوهنو لاندې راتلی شي چې د ټکرونو او غير عمدي زيانونو پايله درلودلی شي؟ څنګه ملکيان ژغورل کېدای شي؟

آلمانی »وېکتور« ډرونانځور: Nicolas Armer/dpa/picture alliance

ميشل زياتوي چې »د هر بل اوتومات امکان سره چې دغسې وسلو ته ورزياتيږي، زموږ دغه اندېښنې څو چنده زياتيږي. ځکه نو غواړم خلک دې ته وهڅوم چې د دغو سيستمونو پر ځانګړو اوتومات امکاناتو او په ځانکړو خطرونو باندې چې رامنځ ته کېدای شي، تمرکز وکړي کله چې دغه امکانات له کاره لويږي.«

د له لېرې څخه هدايت کېدونکو او خپلواکو وسله والو سيستمونو انکشاف په ګړندۍ توګه دوام پيدا کوي. د خپلواکو ډرونونو جګړې په اخلاقي لحاظ خپسې ته ورته يوه سېناريو ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب