1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک او ناروې په کابل کې افغان مهاجرو ته مرکز جوړوي

۱۳۹۷ خرداد ۳۱, پنجشنبه

ناروې او ډنمارک په کابل کې د يو داسې مرکز پر جوړيدو کار کوي چې افغانستان ته رد شوي کم سنه مهاجر به پکښې هستوګن کيږي. خو تر ۱۵ کلنۍ کښه کسان نه اخراجیږي.

Deutschland - Symbolbild Minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د مهاجرت مسئله په اروپا کې په يوې جنجالي موضوع اوښتې ده. اوسمهال اروپايي اتحاديه پر ېوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې به يې رد شويو مهاجرو ته د دغې اتحاديې د بهرنيو پولو ورهاخوا په سيمه او افريقا کې  هستوګنځايونه جوړيږي.

که چيرته د ناروې او ډنمارک طرحه مخ ته ولاړه شي، هغه بې سرپرسته ردشوي افغان مهاجر به په جبري توګه افغانستان ته اخراجيږي چې اتلس کلنۍ ته نه وي رسېدلي. دوی ته به د کابل په هغه مرکز کې د اوسيدو ځای ورکول کيږي چې ناروې او ډنمارک کې یي پر جوړيدو فکر کوي.

د ناورې د عدليې وزارت مرستيال تورکيل آملاند په دې اړه رويترز خبري آژانس ته وويل: «موږ په دې هکله تر اوسه کوم توافق نه دی کړی، خو په اړه يې له (افغان چارواکو) سره پر ښو خبرو اترو لګيا يوو.»

هغه زياته کړه: «موږ غواړو د ملګرو ملتونو د ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ کونکو سازمانونو سره په همغږۍ، د امن يو داسې مرکز چې د تعليم او زده کړې ښه او واقعي امکانات ولري، جوړ کړو.» آملاند وويل هغه افغان مهاجر چې ۱۶، ۱۷ او ۱۸ کلن وې د دغې طرحې له مخې به افغاستان ته اخراجيږي، خو تر ۱۵ کلنۍ ښکته به نه اخراجيږي.

د دنمارک پوليس د نابالغه مهاجرو د ليږد پرمهال (د آرشيف انځور)انځور: picture-alliance/dpa/S.-A. Jonsson

د ډنمارک د مهاجرت وزارت په دې اړه د زياتو معلومات له ورکړې ډډه کړې، خو دغه خبر يې تائيد کړی دی. دغه خبر په لومړي ځل د دنمارک د «پوليتيکن» او د ناروې «آفتن پوستن» ورځپاڼو له خوا خپور شو.

د ډنمارک پوليتکن ورځپاڼې د يوه ديپلومات له قوله ويلي دي چې د نابالغه مهاجرو اخراج به يو ډير ستونزمن کار وي. دغه ديپلومات زیاته کړې: «د يوه بالغ کس له پاره به کيدای شي ډيره سخته وي چې کابل ته اخراج کړل شي، خو دا د يو بي سرپرسته ماشوم له پاره چې له ټولنيزو اړيکو هم محرومه وي، بې اندازې سخت دی.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان «يونيسف» په دې اړه ويلي دي چې په حاضر وخت کې کم سنه افغانان بايد افغانستان ته اخراج نه کړل شي: «په تير يونيم کال کې د افغانستان امنيتي وضعيت لاپسې خراب شوی دی.» په ناورې کې د يونسيف له ادارې څخه ايوار ستوکرایت رويترز ته وويل: «افغانستان د ماشومانو د اخراج له پاره امن نه دی.»

د ناروې پوليسو نابالفه مهاجرو ته د لارښونو پر مهال (د آرشيف انځور)انځور: picture-alliance/dpa/C. Poppe

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې اوسمهال امنيتي وضعيت په ډير بد حالت کې قرار لري. افغان دولت د طالب او داعش ډلو سره په سختو جګړو کې ښکیل دی. دغه ډلې پر امنيتي ځواکونو د بريدونو سربيره د پلازمينې کابل په ګډون پر ښارونو هم  ځانمرګي او بمي بريدونه ترسره کوي چې درنه مرګ ژوبلې له ځانه سره لري.

استوکرايت د خپلو خبرو په دوام وويل که چيرته تصميم نيول کيږي چې رد شوي ماشومان اخراج کړل شي، نو بايد په هغه ځای کې د هغوی د حفاظت، تعليم، روغتيا او سرپرستۍ ضمانت ورکړل شي.

دلته د اخراج پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب