دډنمارک د دفاع وزیر تروئلز لوند پولسن، اعلان وکړ چي دغه هیواد به ډیر ژر د ښځو له پاره هم د عسکري خدمت جبري کړي. دغه پریکړه وروسته له هغه وسوه چې ګوندونو په دې برخه کي د لایحې د تصویب له پاره چټکه موافقه وکړه.
په اول سر کي په پام کي وه چي دغه تغییرات به له ۲۰۲۷م کال وروسته عملي سي، خو اوس به دغه اصلاحات د ۲۰۲۵م کال له نیمايي څخه پلي سي.
د نوموړو بدلونونو له مخي به ښځي هم د نارینه وو په شان د پوځي خدمت ترسره کولو ته مکلفې وي او که د داوطلبه کسانو شمیر کافي نه وي، نو امکان لري په جبري ډول خدمت ته راوبلل سي.
هغه ډنمارکۍ ښځي چي د روان کال د جولای مياشتي له لومړۍ نیټې څخه ۱۸ کلنې کیږي، امکان لري په ۲۰۲۶م کال کي د عسکرۍ خدمت ته راوبلل سي. که څه هم دا لایحه لا تر اوسه پارلمان ته نه ده رسیدلې، خو تصویب یې تقریباً قطعي په نظر راځي.
د ډنمارک د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د دغه اقدام ملاتړ کړی دی او د "ییلند پوستن" په نوم ډنمارکۍ ورځپانې ته یې وویل: «جنسیتي برابري یو ښه اقدام دی او د ډنمارک د دفاع په برخه کي د نظامي توان د زیاتوالي چانس لا پسې ډیروي.»
په ډنمارک کي د سرتیرو په لیکه کي ۲۵ سلنه ښځې دي
اوس په ډنمارک کي د عسکرۍ خدمت یوازي پر هغو نارينه وو جبري دی، چي تر ۱۸ کلنۍ پورته وي. ښځې تر اوسه د پوځي خدمت په ترسره کولو مجبوري نه وې، خو کولای یې سول په خپله خوښه له پوځ سره یوځای سي. اوس، ښځې د ډنمارک په پوځ کي د ځواکونو د لیکو ۲۵ سلنه جوړوي.
حتی پس له دغو بدلونونو به، د هر عمر د ډلې یوازې یوې برخې ته اړتیا وي چي پوځي خدمت ترسره کړي. څرنگه چې د رضاکارانو شمیر کافي دی، نو ټول ځوانان د خدمت له پاره نه رابلل کیږي او سرتیري به په تصادفي ډول د قرعه کشۍ له لاري انتخابیږي.
د نړۍ په ډېرو هيوادونو کي ښځي کولای سي چي عسکري وکړي، خو يوازي په درو هيوادونو کي د ښځو د عسکرۍ خدمت اجباري دئ. د اسرائيلو په پوځ کي د ښځو خدمت ته کتنه.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Jussi Nukari
د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي ښځي کولای سي په پوځ کي خدمت وکړي، خو يووازي په درو هيوادونو کي دغه کار اجباري دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Jussi Nukari
د اسرائيلو په پوځ کي د ښځو گډون د ۱۹۴۹م کال په سپتمبر مياشت کي رسماً پيل سو. په ناروې کي د نظمامي تهديد له وجي نه، بلکي د ښځي او نارينه ترمنځ د برابر جنسي ترويج په خاطر د دغه هیواد مجلس په ۲۰۱۴م کال کي د ښځو د عسکرۍ خدمت تصويب کړ چي په ۲۰۱۶م کال کي به ښځو لومړۍ دوره عسکري پيل سي.
انځور: picture alliance/AP Images
د اسرائيلو دولت تر تاسيس دمخه نژدې ۴ زره يهودۍ ښځي د بريتانيا په مشرتوب ياغي ډلو کي له عربو سره جنگېدل. خو د ۱۹۴۸م کال د می مياشتي پر ۲۶ نېټه د اسرائيلو دولت تر تاسيس وروسته د دغه هيواد پارلمان په ۱۹۴۹م کال کي د ښځو او نارينه وو له پاره د عسکرۍ خدمت تصويب کړ.
انځور: picture alliance/ZUMA Press
د اسرائيلو دولت تر جوړېدو وروسته په پوځ کي د ښځو حضور.
انځور: picture alliance/AP Images
په دې خاطر چي په جنگ کي د ښځو وژنه د نارينه وو پر روحيه منفي اغېز کوي او داچي په جنگ د «دښمن» له خوا د جنسي تيري خطر سته ښځو ته په پوځ کي جنگي نه، بلکي د ملاتړ دنده وسپارل سوه.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm
د اسرائيلو په پوځ کي د ښځو د خدمت موده ۲۱ مياشتي او د نارينه وو دا ۳ کاله ده. واده سوي نجوني، ميندي او اسرائيلي عرب له عسکرۍ معاف دي. د اسرائيلو مهاجري ښځي چي تر شل کلنۍ وروسته اسرائيلو ته مهاجر سوي دي له عسکرۍ معاف دي خو که په خپله خوښه وغواړي کولای ئې سي.
انځور: picture-alliance/dpa/epa IDF
د اسرائيلو په پوځ کي ښځي تر ډېره د مخابرې، اداري او داسي نوري دندې لري. جالبه دا ده چي تکړه ښځي پوځي واحيدونو ته زده کړي ورکوي خو خپله پکښې د برخي اخيستو اجازه نه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm
د اسرائيلو په پوځ کي ښځو خپلو هم ليکو نارينه وو سره د برابرۍ نه لرو په خاطر محکمو ته شکايتونه کړي دي. دوی د پيلوټۍ په برخه کي شکايت کاوه او اوس اجازه لري چي پيلوټاني هم سي.
انځور: picture alliance/Photoshot
تر ډېرو شکايتونو وروسته د اسرائيلو محکمې او پارلمان په پوځ کي د ښځو او نارينه وو د برابرۍ پريکړه وکړه. په ۲۰۰۰م کال کي دوی مجبوره سول چي د پوځ په قانون کي بدلون راولي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm
په ۲۰۰۰م کال کي تر پريکړي وروسته اوس ښځي او نارينه دواړه په عملياتو کي گډون کوي.
انځور: picture alliance/Photoshot
په پلي ځواک کي هم د اسرائيلو پوځ ښځي عسکري په سرحدي کښتيو کي په دندو گومارلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/epa IDF
په ۲۰۰۶م کال کي د لبنان په دوهم جنگ کي له ۱۹۴۸م کال راهيسي په لومړي وار ښځو په جنگ برخه لرله.
انځور: picture alliance/Photoshot
په ۲۰۰۶م کال کي د لبنان په جنگ کي د څرخۍ الوتکي انجينره کرين تندلر، لومړۍ اسرائيلۍ پوځي ښځه وه چي ووژل سوه.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Hollander
د اسرائيلو په پوځ د ښځو د عسکرۍ خدمت د کم وخت په خاطر ځيني دندې دوی ته نه سپارل کیږي.
انځور: picture alliance/ZUMA Press
د اسرائيلو په پوځ کي د ښځو د عسکرۍ خدمت.
انځور: picture alliance/Photoshot
د اسرائيلو په پوځ کي ښځي عسکري د خپلو نارينه عسکرو له خوا له جنسي زورونو سره مخامخ دي. تقريباً هره ورځ د دغسي يوې پيښي خبر ورکول کيږي. د اسرائيلو په پوځ کي په سلو کي شل ښځي له جنسي آزار سره مخامخ کيږي.
انځور: picture alliance/Photoshot
د نړۍ په درو هيوادونو ناروې، اسرائيلو او اريتريا کي ښځي د عسکرۍ مکلفت لري.