1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک غواړي مهاجرو ته یو موزیم وقف کړي

۱۴۰۱ خرداد ۵, پنجشنبه

په یوه نوي موزیم سره ډنمارک غواړي د مهاجرو برخلیک ته درناوی وکړي. په دغه موزیم کي به د نورو ترڅنګ د افغان مهاجرو برخلیک هم منعکس او هغه ته درناوی وسي.

Denmark Syria Protest
انځور: Jens Dresling/AP Photo/picture alliance

د دغه موزیم مسوولینو د چهارشنبه په ورځ خبر ورکړ چي د روان کال د جون پر ۲۵ مه به ملکه دوهمه مارگریت او د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرت هابیک د ډنمارک لویدیځ ساحل ته نیژدې د اوکسبول په سیمه کي د ډنمارک د مهاجرو په نامه نوموړی موزیم پرانیزي.

دغه یادگاري څلی د مهاجرو له پاره په یوه پخواني لاگر کي دی. هلته له ۲۵۰ زرو آلماني مهاجرو څخه، هغه څه ناڅه ۳۵ زره ځای پر ځای سوي ول چي د دوهمي نړیوالي جگړې په پای کي ډنمارک ته تښتیدلي ول. وروستیو کسانو څلور کاله وروسته یعني د ۱۹۴۸م کال په فبرورۍ کي دغه لاگر پریښود.

د نوموړي موزیم مشر کلاوس کیلد جینسن، د مهاجرو د یوه داسي ستر او نامعلوم تاریخ یادونه کوي چي تر اوسه پوري په ډنمارک کي بې ساری وو.

په عین حال کي دغه موزیم د مهاجرو د اوسني حالت په هکله هم ځان مکلف بولي. کیلد جینسن وویل: «موږ هغه نړیوال داستانونه وړاندي کوو چي د مهاجرت له ژوندانه سره تړلي دي او په موږ ټولو پوري اړه پیدا کوي، پرته له دې چي دغه مهاجر له کومو هیوادو څخه دي او یا هم څه ډول تابعیت ولري.»

په دې ډول به د هغو کسانو برخلیکونه هم منعکس سي چي له ویتنام، چلي، بوسنیا، سوریې، افغانستان او په دا وروستیو کي له اوکراین څخه ډنمارک ته تښتېدلي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب