ډوبو سوو مهاجرو ته په ايټاليا کي هديره جوړيږي
۱۳۹۷ دی ۴, سهشنبهپه دغه هديره کي به هغه مهاجر خاورو ته سپارل کيږي چي اروپا ته د مديترانې له لاري د ځان رسولو په هڅه کي ډوب سوي وي. د دغې هديرې د جوړېدو کارونه به په راتلونکي کال کې بشپړه سي.
د دغې هديرې د جوړېدو په تړاو معلومات د «واتيکا نيوز» په نوم رسنۍ ورکړي دي. زياته سوې ده چي دغه هديره به د ايټاليا په سويل تارسيا سیمه کي جوړه سي.
په خبر کې راغلي دي چي په دغه هديره کي به نه يوازي قبرونو ته ځای ورکړل سي، بلکه د ۳۰ زرو مربع متر په ساحه کي به اروپا ته د مهاجرت کولو په هڅه کي د ډوب سوو په زرونو نارينه وو، مېرمنو او ماشومانو د ياد تازه ساتلو په مقصد د يادون ودانۍ او څلی هم جوړ کړل سي.
د خبر له مخي به دغې هديرې ته د ډوب سوي سوريايي ماشوم ايلان کوردي نوم ورکول سي. دغه ماشوم له ترکيې څخه يونان ته له خپلې کورنۍ سره د کښتۍ په مرسته د اوښتلو په هڅه کي ډوب سوی ؤ. د دغه ماشوم مړی اوبو د ترکيې ساحل ته راوړی ؤ. د ايلان کوردي د مړي انځور چي په ټوله نړۍ کي د سرليکونه سبب سو، په مديترانه کي د ډوب سوو مهاجرو يو سمبول بلل کيږي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په حواله يوازي د ۲۰۱۸ م کال (د ډسمبر تر ۲۴مې) پوري ۲۲۴۱ انسانان د سمندر له لاري اروپا ته د تگ په هڅه کي ډوب سوي او يا لادرکه سوي دي.