د «فورسا» په نوم ادارې د يوې نظرسنجۍ پر اساس، په آلمان کې ۶۱ سلنه نارینه او حتی ۸۳ سلنه ښځو د نارینه و له خوا د حاملګۍ ضد درملو له خوړلو سره موافقه ښودلې ده. دغه نظرسنجۍ د دوو تلویزیونو «آر ټي ال» او «ان ټي وي» لخوا ترسره شوې چې نتیجه ېې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ده.
د فورسا نظرسنجۍ پر اساس، اکثره نارینه وو ويلي دي چې دوی حاضر دي په خپله د حاملګۍ ضد له دغو ګولیو څخه استفاده وکړي. د ګډونوالو له منځه ۷۵ سلنې نارینه و په دې هکله مثبت ځواب ورکړی وو. ښځو بیا تر نارینه و هم ډېر، یعنې ۷۴ سلنه موافقه ښودلې ده.
خو په دغه نظر سنجۍ کې د عمر له لحاظه ښکاره توپيرونه موجود دي، د بېلګې په توګه هغه نارینه چې عمرونه ېې د ۱۸ تر ۲۹ کلونو دي، ۷۱ سلنه ېې له دغو درملو سره موافقه ښودلې چې دغه رقم په همدې عمر ښځو کې ۹۹ سلنه دی. خو د ۴۵ تر ۵۵ کلنو نارینه و ۴۵ سلنې او د همدې عمر ښځو ۶۶ سلنه ويلي دي چې دغه درمل ورته د یو انتخاب په توګه ګرځيدلی شي.
د فورسا نظر سنجي د امریکايي پوهانو تر هغه رپوټونو وروسته ترسره کيږي چې وايي ډېر ژر به د حاملګۍ ضد داسې درمل چې نارینه به ېې خوري، بازار ته راووځي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشیفه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:
د امیدواره ښځو له پاره ګټور ورزشونه
د حامله ښځو له پاره د امیدوارۍ پر مهال ورزش یا حرکت ډیر ګټور دی. که څه هم امیدواره ښځي باید د رزمي ورزشونو او سیکي په شان خطر لرونکو ورزشونو څخه ډډه وکړي، خو کوم ورزشونه دوی ته ګټور او حتی ضروري دي؟
انځور: Fotolia/oksun70
د امیدوارۍ پر مهال ښځو ته ورزش کول ډيره ګټه رسوي. خو دغه ښځې باید له رزمي او هغو ورزشونو څخه ډډه وکړي چې په هغو کې د لویدو خطر موجود وي، لکه سيکي، سکیټ، آس ځغلونه او داسي نور.
د امیدوارۍ پر مهال هر ډول ورزش باید نه یوازي د ښځې له جسمي وضعیت، بلکي د امیدوارۍ له مرحلې سره هم مطابقت ولري. په لومړیو درو میاشتو کې ښځي زړه بدوالی لري او له ورزش سره لږ میلان ښکاره کوي، خو له ۴ څخه تر ۶ میاشتو پوري بیا په اسانۍ سره ورزشي حرکتونه کولی شي.
د امیدوارۍ پر مهال د ښځو بدن ته لږ اکسیجن رسیږي. په دې مرحله کې باید تر اندازې ډیر ورزش ونه شي کوم چې د ډیري ستړتیا سبب شي. په دې وخت کې باید نبض کنترول کړئ. که د نبض ضربان په یوه دقیقه کې تر۱۴۰ ډیر شو باید ورزش بند او استراحت وکړئ.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini
ځيني ساده حرکتونه او د سپکو وزنونو منظم ورزش د بدن او ملا د پیاوړې کیدو سبب ګرځي. د دا ډول حرکتونو له پاره منظم تنفسي تکتیکونه ډیر مهم دي.
انځور: Colourbox/Artur Bogacki
د امیدوارۍ پر مهال د ښځو له پاره بایسیکل چلول ډیر ګټور ورزش دی. خو په وروستیو میاشتو کې د ګیډې د غټوالي له امله د خپل توازن ساتل مشکل وي، نو له دې امله بهتره ده چې په کور کې د ساکن بایسیکل ډوله ماشينونو څخه کار واخیستل شي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Marks
که څه هم منډې وهل د یو شمیر امیدواره ښځو له پاره ډیر مشکل وي، خو پیاده ګرځیدل ورته ډیره ګټه رسوي.
انځور: picture-alliance/dpa
ډاکتران سپارښتنه کوي چې د ۳ یا ۴ میاشتني امیدوارۍ پر مهال جمناستيکي حرکتونه ډیر ګټور دي، خو مخکې تر دې باید په نرمشي حرکتونو بدن ښه ګرم شي. دا حرکتونه بیا وروسته د ماشوم د زیږیدو پر مهال ډیره مرسته کوي.
انځور: picture-alliance/dpa
امیدواره ښځي باید متوجه اوسي چې د ورزش پر مهال د سرګرځېدني، نفس تنګۍ، خونریزۍ، په لاره تګ کې د ستونزې او درد د احساس پر مهال په بیړه ورزش بند او د مشکل د دوام په صورت کې داکتر ته مراجعه وکړي.