1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيری افغانان د نه ختميدونکې جگړې پړه پر امريکا اچوي

۱۳۹۷ آبان ۲۲, سه‌شنبه

په ۲۰۰۱ کال کې کله چې امريکايي ځواکونه له خپلو افغان متحدينو سره کابل ته داخل شول نو د نجات ورکوونکو په توگه يې هرکلی وشو. خو جګړه ۱۷ کاله وروسته هم دوام لري چې افغانان یې د غځیدو پړه پر امریکا اچوي.

M16-Gewehr
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د امريکا متحدو ايالاتو په خپله دې تر ټولو اوږده جگړه کې تر ۲۴۰۰ زيات عسکر له لاسه ورکړي او د پوځ څخه نيولې بيا د سړکونو، پلونو او بريښنا د توليد تر دستگاو د جوړولو پورې پر ټولو برخو یې تر ۹۰۰ ميلياردو ډالرو زياتې پېسې مصرف کړي دي.

تر اوسه درې امريکايي ولسمشرانو په افغانستان کې د سولې د راوستو ژمنه وکړه او په دې موخه یې له بيلا بيلو لارو چارو کار واخيست. خو دې هر څه هيڅ نتيجه ور نه کړه. تر څو کلونو جگړې او په پايله کې یې د نااميدۍ وروسته اوس په افغانستان کې د توطېې نظريې مخ پر خپريدو دي چې له دې څخه یې يوه دا ده چې امريکا په يوه اوږده جگړه کې ښکيل شوي نه ده بلکه د جګړه اوږدول یې اصلي طرحه وه.

د افغانستان د سولې عالي شورا يو غړی محمد اسماعيل قاسمیار، تعجب کوي چې څرنگه امريکا او ناټو ځواکونو چې په يو وخت کې یې په افغانستان کې ۱۵۰ زره عسکر درلودل او په سونه زره افغان عسکر هم ور سره مل ول، ونه شو کړای څو زره طالبان له پښو وغورځوي. هغه وايي: «يا خو دوی نه غوښتل دا کار وکړي او يا یې له وسې پوره نه وو.»

نوموړی داسې شک څرگندوي چې امريکا او متحد یې پاکستان په عمده ډول په افغانستان کې د گډوډۍ په رامنځته کولو سره غواړي د خپل ځواکونو د دايمي حضور له پاره لاره هواره کړي څو افغانستان د ايران، روسیې او چين د څارنې له پاره د یوه سنگر په توگه وکارول شي. قاسميار وايي: «دوی ټولو موږ ته دوزخ جوړ کړی نه جنت.»

په افغانستان کې دمگړۍ داسې ډول ډيري د توطېې نظریې موجودې دي. تيره مياشت د کندهار د پوليسو د مشر جنرال عبدالرازق تر وژل کيدو وروسته په ټولنیزو رسنيو کې بې شمير داسې انځورونه او ليکنې راڅرگندې شوې چې ويل یې نوموړی د امريکا د توطېې ښکار شوی دی. په دې وروستيو کې د افغان عسکرو له خوا په خپل منځني بريدونو کې د امريکايي او يا ناټو د عسکرو وژل کيدل په تولنیزو رسنيو کې د خلکو له خوا وستايل شول.

ډيري افغانان په دې نظر دي چې امريکا په افغانستان کې له لومړي سره د جګړې دغځولو پلان درلودانځور: picture-alliance/AA/H. Sabawoon

فاسد حکومت

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي، په يوه تازه مرکه کې وويل: «په ۲۰۰۱ م کال کې افغانانو د زړه له تله  د امريکا متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې له راتگه ملاتړ وکړ.»

هغه زياته کړه: «يو څو کاله هر څه په ښه توگه پرمخ ولاړل خو بيا موږ وليدل چې يا خو امريکايانو خپله تگلاره بدله کړه او يا یې نه غوښتل نور د افغانانو نظر ته غوږ کيږدي او د هغوی شرایط په نظر کې ونيسي.»

کرزی د امريکايانو سسته او دوامداره جگړه د دوی د ناکامۍ علت بولي او وايي چې دوی په پاکستان کې د وسله والو د خوندي پټنځایونو په ختمولو ونه توانيدل. نوموړی همدا راز امريکايان د افغانانو د کورونو او کليو په بمبارولو او د چاپو او د شپې له خوا په عملياتو کې د افغانانو په نيولو تورنوي.

نور بيا د حامد کرزي په مشرۍ هغه حکومت چې د فساد او اختلاس له کبله بدنام وو او تر يوې لسیزې یې زيات دوام وکړ، د دې ناخوال وضعيت له پاره گرم بولي او په پراخه کچه ورته د امريکا متحده ايالاتو د مداخلې د يوې بلې ترخې ميوې په سترگه کتل کيږي.

د کابل په زاړه ښار کې يو مزدوکار حاجي اکرم، چې هڅه کوي د خپلې کورنۍ له پاره نفقه برابره کړي، وايي: «ټولې پېسې چې دې ملک ته راغلي د ځواکمنو او زور واکو جيبونو ته لويدلي دي. بې وزلو ته ترې هيڅ نه دي رسيدلي.»

هغه زياته کړه: «بهرنيانو موږ ته هيڅ خیر نه دی رسولی. دوی بايد ووځي.»

يوازې افغانان دا خبره نه کوي. د افغانستان د بيارغونې د څار ادارې مشر جان ساپکو، هم په اوهايو کې د روانې مياشت په سر کې په خپله وينا کې پر امريکا متحده ايالاتو سختې نيوکې وکړې. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې امريکا د افغانستان د بيارغونې په موخه ۱۳۲ میليارده ډالر مصرف کړي، دا پيسې د هغه زياتي دي چې امريکا د دويمې نړيوالې جگړې وروسته د اروپا په ختیځ کې لگولې وې. نور۷۵۰ ميليارده ډالر پر پوځي عملياتو لگول شوي او امريکا  په کال کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو له پاره څلور میليارده ډالر ځانگړي کړي دي.

هر څه بې نتيجې ول؟

د افغانستان د بيارغونې د څار ادارې مشر جان ساپکو په خپل خبرو کې زياته کړه: «آن د امريکا او ائتلافي ځواکونو تر ۱۷ کلونو هلو ځلو او بې ساري مالي مرستې وروسته هم افغانستان د نړۍ د بې وزلو هیوادونو څخه دی، تعليم پکښې کم دی او د نړۍ د فاسدو هيوادونو په کتار کې شميرل کيږي.»

هغه زياته کړه: «دا همدا راز يو له هغو هیوادونو څخه دی چې روز زياتی پکښې خپل اوج ته رسیدلې.»

حامد الله د کابل سيند پر غاړه د ښار په منځ کې خارجي جامې پلوري. نوموړی د طالبانو له واکه د گوښه کيدو د ورځو خوښي را په يادوی. طالبانو د ده عکاسخانه تړلې وه. هغه وايي: «د طالبانو د راپرځول کيدو وورسته موږ هيله لرله چې هر څه به ښه شي خو برعکس، وضيعت د يوې ورځې  څخه بلې ته خرابيده.»

هغه وايي: «څرنگه د امريکا په څير يو ستر ځواک نه شي کولی د طالبانو مخه ونيسي؟ دا پوښتنه هر افغان کوي.»

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب