ډير غريبان نور نسي کولای ، ځانونه ماړه کي
۱۳۸۶ بهمن ۲۳, سهشنبهاعلان
د AP د خبري اژانس سره په يوه مرکه کښي د ملګرو ملتو د نړۍ د غذايي پروګرام رييسې ، جوزيت شېرن Josette Sheeran وويل چي ډير غريبان نور نسي کولای ، ځانونه ماړه کي . دغه سازمان همدااوس خبر دی ،چي په نړۍ کښي لوږه ډيره سوې ده . شېرن Sheeran د خوراکي شيانو د بيي د لوړيدو علت د لږو بارانو او خرابي هوا ، د فصلونو د اخيستلو لنډ وخت ، د تيلو د بيي د لوړيدو او په زياتيدونکې ډول سره د نباتي محصولاتو څخه د انرژۍ په حيث کار اخيستل ،وبلل .