پنځه نجوني چي په تېښته باندي بریالۍ سوي او جرمني ته رارسېدلي دي، اوس د«Vive Zene» د اتحادیې د امن په یوه خونه کي اوسیږي او په امن کي دي. د امن په دغه خونه له ۱۲ څخه تر ۱۸ کلنۍ پوري نجوني د اوسیدو اجازه لري.
دغه نجوني له سنیگال او اریتریا څخه تر عراق او له هغه ځایه بیا د سربستان له لاري بې له مور او پلار څخه جرمني ته راغلي دي. د هغوی یوه یې پرلاري د نجونو د دلالانو په لاسونو کي ولویده او بله یې بیا له خپل مېړه څخه راتښتیدلې ده. د تیښتي پر وخت او هم جنگونو کي تل نجوني د جنسي تیریو له خطر سره مخامخ کيږي.
د امن د کور نجوني کولای سي یو کال هلته پاته سي او وروسته بیا د ځوانانو ادارو ته معرفي کیږي، څو رواني تداوي یې وسي. خو له هغوی سره خاص کومکونه نه کیږي او ورته ژر د رواني تداوۍ امکانات نه برابریږي. هغوی ډیر بیریدلي وي او عاجلي درملني ته اړتيا لري.
د رسمي شمېرو په حواله په اوس وخت کي په جرمني کي ۵۱۰۰۰ داسي نابالغه کسان اوسیږي چي بې له مور او پلار څخه راغلي دي. یونیسف وايي چي په ټوله نړی کي بیا ۲۸ ميلیونه کوچنیان او کم سنه کسان د تیښتي په حال کي دي او اکثره هم ورسره څوک نه وي مل.
د جرمني د نابالغه کسانو له اتحادیې څخه «توبیاس کلاوس» وايي، چي، «د هغوی ۹۰سلنه هلکان وي. که یوه کورنی د یوه نابالغه کس د لیږلو له پاره پیسې ولري، بیا نواول یو هلک لیږي، ځکه چي هغه د ځان دفاع کولای سي.»
د ده په خبره له بلي خوا اکثره نجوني پر لاري باندي د نجونو د دلالانو له خوا ښکار کیږي، خپل هدف ته نه رسیږي او ورڅخه د بدلمنۍ کار اخیستل کیږي. ځکه چي تر اروپا پوري لار ډیره اوږده وي او ډیر خطرونه ورسره ملگري وي.
دا به هم درته جالب وي
د يونان او مکدونيا په سرحد کي په سوونو مهاجر بند پاته دي. له تيري اونۍ راهيسي دلته نوی قانون پلی کيږي. څوک چي غلط پاسپورت ولي له خپل ځان سره ئې خپله ظلم کړی.
انځور: Reuters/O. Teofilovskiبنگله دېشيان، پاکستانيان، ايرانيان، نيپالان او مراکيشان انسانان نه دي، ولي؟ له دغه روايت سره د يونان-مکدونيا په سرحد کي مهاجرين د اغزي لرونکي سيمانو تر شا ولاړ دي. مکدونيا يوازي افغانان، عراقيان او سورييان پرېږدي.
انځور: Reuters/S. Nenovيو مهاجر د خپل همسفر شونډي گنډي. د معلوماتو له مخي هغه ايرانی دئ. د بالکانو هيوادونو لکه مکدونيا، سربستان، کروشيا او سلوانيا له پاره ايرانی مهاجر په اصلاح اقتصادي مهاجر دي (چي د کار له پاره اروپا ته ځي) دوی ته له سرحده د تيرېدو اجازه نه ورکول کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovskiد اسيايي او افريقايي هيوادونو تر زرو زيات مهاجر له مکدونيا سره د يونان په سرحد کي بند پاته دي. دلته د مهاجرو اسناد او د هغوی څېرې کتل کيږي چي له کوم هيواده راغلي دي بيا ئې په اړه پريکړه کيږي.
انځور: Reuters/S. Nenovيوه ايرانۍ کوچنی چي پر اننگو باندي ئې د مرستي کلمه ليکلې ده.
انځور: Reuters/Y. Behrakisله يونان څخه مکدونيا ته د اورگاډي تگ راتگ له څو ورځو راهيسی بند سوی دئ. پر سرحدي سيمي مهاجرو د اورگاډي پټلۍ د اعتراض په توگه بنده کړې ده.
انځور: Reuters/S. Nenov«موږ په مرميو وولئ، موږ به هيڅکله پر شا ولاړ نه سو» د بنگله دېش يو ځوان په يخه هوا کي بدن لڅ کړی او اعتراض کوي. د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مکدونيا باندي نيوکه کړې چي بشري حقونه تر پښو لاندي کوي. هر انسان حق لري چي د پناه غوښتنه وکړي.
انځور: Reuters/Y. Behrakisله مکدونيا سره د يونان په سرحد کي نژدې ۲۰۰ انسانانو د نه خوړلو اعتصاب کړی دئ. مهاجر نه خواړي په يونان کي پاته سي. دوی غواړي د شمالي اروپا پر لور حرکت وکړي.
انځور: Reuters/Y. Behrakisپه دغه سیمه کي ښځي او کوچنيان په يخه هوا کي تر شنه اسمان لاندي شپې او ورځي تيروي. په دې ورځو کي په ياده سيمي کي بارانونه اوري او د شپې له خوا هوا ډېره سړه وي.
انځور: Reuters/S. Nenovله مکدونيا سره د يونان په سرحد کي دغه مهاجر له آلمان څخه د مرستي غوښتنه کوي. د سپتمبر مياشتي په لومړيو کي آلمان پريکړه وکړه چي هغه مهاجر چي د انگري په سرحد کي ناست دي خپل هيواد ته وروغواړي. دغه مهاجر اوس له آلمانه غواړه چي له دوی سره هم ورته چلن وسي.
انځور: Reuters/O. Teofilovski