د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف د سه شنبې په ورځ په نيويارک کې د يوه رپوټ د خپرلو پر وخت ويلي چې لا اوس څه نا څه ۱۰ میلیونه ماشومانو ته ژوند ژغورونکي طبي ځانګړي خواړه نه رسېږي.
زياته شوې چې د کرونا وبا له کبله د مرستو د بوديجې لا راکمیدل او د جګړې له کبله د ځينو اړينو توکو د کمښت له کبله له يوه اړخه د اړوندې درملنې تقاضا او له بله اړخه یې بیې لوړيږي.
د يونيسف په حواله په ټوله نړۍ کې دمګړۍ ۴۵ میلیونه هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي چې له دوی څخه ۱۳،۶ په شديده توګه اغیزمن دي.
زياته شوې چې دغه ماشومان د ژوندي پاتيدو له پاره د ډېرې کالوريو لرونکو ځانګړو خوړو ته اړتيا لري چې لس ميليونه یې سږ کال دغه درملنه او خواړه نه شي ترلاسه کولی.
يونيسف وايي چې د اټکلونو پر اساس به په راتلونکو شپږو مياشتو کې د دې ډول ځانګړو خوړو بیه ۱۶ سلنه لوړه شي چې له کبله یې کيدای شي هر کال ۶۰۰ زره ماشومان دغه ډول ژوند ژغورونکې درملنې ته لاس لری پيدا نه کړي.
افغانستان کې لسګونه ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي
د يونيسف اجرائيوي مشرې کاترين روسل وويل چې لا د اوکراين د جګړې او پر خوراک یې تر پايلو د مخه شخړو، اقلیمي بدلون او د کوويد- ۱۹ وبا خوړو ته د کورنيو پر لاس رسي ډېر ناوړه اغیز کړی وو.
نوموړې زياته کړې چې د ماشوم مړينې ضد مبارزې او د خوړو له شديد قلت سره د مخامو ماشومانو کړاو ته په کتو سره نړۍ په يوه «نه کنترول کيدونکي خطر د بدليدو په حال کې ده.»
د يونيسف په رپوټ کې راغلي چې د هر پنځم کوچني د مړينې علت خوارځواکي ده. زياتره د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دغه ماشومان یې په جنوبي آسيا کې ژوند کوي. خو د يونيسف د شميرو په حواله په نورو سيمو کې د پېښو شمير هيڅکله دومره لوړ نه وو.
د يونيسف په حواله په افغانستان کې سږ کال د ۱،۱ ميليونو خوارځواکو ماشومانو اټکل کیږي چې دا د ۲۰۱۸م کال په پرتله دوه برابره ډېر دي.
د افریقا په ښکر کې هم د وچکالۍ د پايلو له کبله کيدای شي د اغیزمنو ماشومانو شمير چې ۱،۷ ميلیونه وو، دوه ميليونو ته لوړ شي. د ساحل په سيمه کې هم د دې ګواښ متوجه دی چې د ۲۰۱۸م کال په پرتله خوارځواکي ۲۶ سلنه لوړه شي.
ب. ص/ ن. ز (KNA)
زموږ له آرشيف څخه:
د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې په یمن کې لږ تر لږ ۱۴ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. ۳۷۰ زره ماشومان بیا له خوارځواکۍ سره لاس او گریوان دي.
انځور: Reuters/K. Abdullahد ملگرو ملتونو په وینا په یمن کې د جگړې له کبله ۵۰۰ زره ماشومان د خوراک له کمښت سره مخامخ دي او له دې جملې څخه بیا ۳۷۰ زره ماشومان له سختې لوږې سره مخامخ دي.
انځور: Reuters/K. Abdullahله خوارځواکۍ سره د مخامخو دغو ماشومانو عمرونه تر پنځو کلونو هم کم دي او په دې کې دوه پر دریمه برخه ماشومان داسې چې بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري. د ملگرو ملتونو په وینا دغه کوچنیان دومره ناروغه وشي دي چې د له منځه تللو له گواښ سره مخامخ دي.
انځور: Reuters/K. Abdullahد تیر کال په پرتله سږ کال له لوږې سره د مخامخ ماشومانو به شمیر کې پنځوس سلنه ډیروالی راغلی دی. د زیاترو ماشومانو وزن د دوی د جسماني ودې په پرتله کم او یوازې هډوکي ښکاري.
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Yahya Arhabد ملگرو ملتونو د نوو ارقامو له مخې د یمن نیم نفوس د خوراک له کمښت سره مخامخ دی او دغه شمیر کابو ۱۴ میلیونه ته رسیږي. اغیزمن شوي کسان د روغتیايي خدماتو له کمې سره هم مخامخ دي.
انځور: imago/Xinhuaاس جنگ زدہ ملک میں ہیضے جیسی متعدی بیماریاں بھی پھیل رہی ہیں۔ صرف عدن شہر میں اس بیماری سے متاثرہ ایک سو نوے افراد کو ہسپتال لایا گیا ہے۔
انځور: Getty Images/B. Stirtonد یمن په ځینو سیمو کې قحط خطر پیدا شوی دی. یمن چې د نړۍ په کچه یو له بې وزله هیوادونو څخه شمیرل کیږي له تیرې څه مودې راهیسې پکښې د حوثي یاغیانو او د عبد ربه منصور هادي د ځواکونو تر منځ نښتې رامنځ ته کیږي.
انځور: Getty Images/B. Stirtonکھانے پینے کی اشیاء اور ادویات کے لحاظ سے یمن کا زیادہ تر انحصار درآمدات پر ہے لیکن ملک میں جاری لڑائی کی وجہ سے اس ملک میں تجارتی جہازوں کی آمد ورفت نہ ہونے کے برابر ہے اور ملک کی اسی فیصد آبادی کو انسانی بنیادوں پر امداد کی ضرورت ہے۔
انځور: APد یمن اقتصادي جوړښت گډ وډ شوی دی. بانکي څانگه هم سخته اغیزمنه شوې ده. د سوداگریزو کړیو په حواله تر ۲۰۰ میلیونو زیاتې پیسې په بانکونو کې بندې پاتې دي چې له دې کبله سوداگر خوراکي توکې په ځانگړې توگه د غنم او اوړو نورې زیرمې نه شي راغوښتی.
انځور: Getty Images/AFP/M. Huwaisویل کیږي چې د لویدیځ یو شمیر بانکونو هم د یمن سوداگرو ته په دغه هیواد کې د خراب امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د پورورنو له ورکولو څخه ډډه کوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Huwais