اعلان
د پاکستان او طالبانو د دفاع وزیرانو تر منځ په دوحه کې د وروستي تړون تر لاسلیک وروسته، د ډیورند کرښې موضوع یو ځل بیا راپورته شوه. داسې ادعاوې خپرې شوې چې په خبرو اترو کې، ملا یعقوب د پاکستان له لوري سره د ډیورند پر سر یوې موافقې ته رسېدلی او دا کرښه یې د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پولې په توګه منلې ده.خو ایا دا ادعا رښتیا ده؟ او د ډیورند موضوع اصلآ له کوم ځایه پیل شوه؟
