«ډېر آلمانان په ژور خپگان اخته سوي دي»
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبه
د جرمني په کلینیکونو کي په مخ پر زیاتیدونکي ډول په ژور خپگان اخته کسان تر درملني لاندي نیول کیږي. لکه څنگه چي په ویسباډن کي د آلمان د احصائیې دفتر د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۵) خبر ورکړ، د ۲۰۰۳م کال په پرتله په ۲۰۲۳م کال کي ۷۶،۸ سلنه ډیر کسان د ژور خپگان له امله په کلینیکونو کي بستر سوي دي. د نوموړي دفتر په حواله په ۲۰۲۳م کال کي شاوخوا ۲۶۱۲۰۰ انسانان د ژور خپگان له امله تر درملني لاندي نیول سوي وه. ۲۰ کاله مخکي د هغوی شمیر ۱۴۷۸۰۰ وو.
اړوند:ولې په ژور خپګان اخته کسان د کابوهايدرېت مصرفولو ته ډېره لیوالتیا لري؟
د دغو معلوماتو له مخي د ۲۰۲۲م کال په پرتله په وروستیو دریو پرله پسې کلونو کي د درملنو شمیر ۳،۶ سلنې ته لوړ سوی دی.
د رواني ناروغیو او چلند د اختلالاتو له امله په روغتونونو کې د درملني شاوخوا ۱،۰۵ ميليونو پيښو څلورمه برخه د خپګان ناروغیو ته منسوب کیدای سي. په الکهول پورې اړونده قضیې د درملنې شاوخوا۲۳۲۸۰۰ قضیې یعني (۲۲ سلنه) دي.
د احصایې د پوهانو په وینا، په بیا بیا د ژور خپګان اختلال، په کوم کي چي د خپګان پیښي په ټول ژوند کې تکراریږي، تر ټولو عام تشخیص دی: په ۲۰۲۳م کال کي ۱۶۰۵۰۰ ناروغان د همدې وجهي له امله تر درملني لاندي نیول سوي دي.
اړوند:ژور خفګان څرنګه مينه له منځه وړي؟
د اول وار له پاره د ژور خپگان له امله ۱۰۰۸۰۰ کسان په روغتونونو کي بستر سوي دي. په هغوی کي تر درملني لاندي ښځو شمیر ۱۵۹۲۰۰ وو چي د ټولو پیښو ۶۱ سلنه برخه ده.
په ۲۰۲۳م کال کې، د تکراريخپګان د اختلالاتو درملنه په اوسط ډول ۳۹،۲ ورځې دوام وکړ. د لومړۍ پیښې له پاره هغه ۳۲،۳ ورځې وې او د رواني ناروغیو او چلند د اختلالاتو له پاره په مجموعي ډول ۲۴،۵ ورځي وې. په ټولو تشخیصونو کي په اوسط ډول په روغتون کي بستر کیدل ۷،۲ ورځې دوام پیدا کړ.