1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هند او افغانستان تر منځ به د هوايي کارګو خدمات ژر پیل شي»

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر
۱۴۰۴ آبان ۳۰, جمعه

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت يوه چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې ډېر ژر به د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي کارګو خدمات پیل شي. هندوستان دغه خبره داسې وخت کړې چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر دا وخت په نوي ډيلي کې دی.

د نومبر په ۱۹مه په نوي ډیلي کې د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر څخه هرکلی
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت يوه چارواکي نن وویل چې ډېر ژر به د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي کارګو خدمات پیل شيانځور: MEAIndia/ANI

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي آنند پرکاش د جمعې په ورځ وویل چې د هندوستان او افغانستان ترمنځ به د هوايي ګارګو خدمات ډېر ژر پیل شي.

هغه وویل: «زه خوښ یم چې اعلانوم د کابل-ډيلي او کابل-امرتسر ترمنځ د بار د انتقال هوايي دهلیزونه فعاله شوي او ډېر ژر به پرې د هوايي کارګو پروازونه ترسره شي.»

د طالبانو ادارې د نومبر په ۱۹مه وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هندوستان د رسمي بلنې پر اساس هندوستان ته پر رسمي سفر تللی دی. وزارت وویل چې عزیزي د خپل سفر په جریان کې په نوي ډيلي کې د پراګتي میدان نړېوال نندارتون ته ولاړ او هلته ېې د افغاني شرکتونو له غرفو او نندارتونونو ليدنه وکړه.

دغه وزارت پر اکس شبکه لیکلي چې عزيزي همدارنګه له خپل هندي سیال جی شنکر سره لیدلي او هغه سره د چابهار بندر په لا ډېر فعالولو، د دواړو هېوادونو د آتشي پر معرفي او د افغانستان خصوصي سکتور ته د ویزو په صادرولو کې د سهولتونو د رامنځ ته کولو پر موضوعاتو غږېدلی دی.

د طالبانو د ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د نومبر په ۱۹مه هندوستان ته سفر وکړ انځور: ANI

له هند سره د هوايي دهلیز له لارې د اموالو حمل و نقل د افغانستان د پخواني حکومت پر وخت پېل شوی وو خو په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دې لارې فعاليت دريدلی وو.

وروسته له هغې چې تېره میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله خونړۍ نښتې رامنځ ته شوې، په افغانستان کې د طالبانو اداره د بدیلو تجارتي ملګرو د موندلو په لټه کې شوې ده.  د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په وروستیو کې اعلان وکړ چې پر پاکستان باید تجارتي تکیه راکمه شي. هغه له سوداګرو وغوښتل چې د پاکتسان پر ځای د سوداګرۍ نورې بدیلي لارې ولټوي.

پاکستان د افغانستان یو مهم سوداګري ملګری دی چې تر ډېره ورته خپل محصولات لکه وريجې، درمل او خام مواد ورصادروي. د نړېوال بانک د معلوماتو پر اساس په ۲۰۲۴ کې د افغانستان ۴۵ سلنه صادرات هم پاکستان ته شوي ول.

د سیاسي چارو شنونکي او د پوهنتون استاد احمد سعيدي هندوستان ته د عزیزي سفر ته په کتو ویلي دي چې په اوس وخت کې د افغانستان د تجارت له پاره هندوستان د پاکستان ځای نه شي نیولی. سعيدي په یوه لیکنه چې دویچه وله ته ېې هم استولې ویلي، د مستقیمې ځمکنې لار نشتوالی، لوړ لګښت، ناکافي زېربناوې، بانکي ستونزې او د مبهم سیاسي وضعیت په دلیل «هندوستان نه شي کولی په اوس وخت کې افغانستان سره د تجارت په برخه کې د پاکستان واقعي او موثر ځای ناستی وګري.»

له پاکستانه د وارداتو د بندولو د طالبانو پريکړه عملي ده؟

29:42

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب