1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ژور خفګان څرنګه مينه له منځه وړي؟

۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

د ژوند د ملګري يا ملګرې ژور خفګان انسانان ماتولی شي او په دې ناروغۍ د اخته کسانو سره ژوند تیرول ډېر مشکل تماميدلای شي. د داسې يوې اړیکي د ساتلو له پاره کومې لارې چارې بايد غوره شي؟

Symbolbild | Mentale Gesundheit - Angehörige
انځور: Bjorn Beheydt/Zoonar/picture alliance

په ډېپريشن يا ژور خفګان اخته شتيفاني وايي چې دا داسې يو احساس دی چې لکه سړی چې په خيټه کې تور سوری ولري چې د انسان له بدنه ټوله انرژۍ راکش کوي. هغه زیاتوي ځيني وخت سړی ځان داسې حس کوي لکه د سرپو جامې یې چې دې اغوستي وي.

ژور خفګان هغه له ماشتومتوب راهېسې بدرګه کوي. نامزاد يا په نامه شوی فلوريان یې تر څنګ ناست دی او د دې خبرو ته یې غوږ نيولی. هغه په دې اړیکه کې د شتيفاني له دېپريشن څخه اغیزمن دی او بايد یې دا زده کړي وای چې د هغې له ناروغۍ سره څرنګه چلن وکړي.

فلوريان له لومړي سره د هغې په دې ناروغۍ خبر وو. شتيفاني وايي: «ما له خپلې ناروغۍ سره پرانيستی چلن کړی دی.»

د کورنۍ د اړيکو زيانمېدل

هر هغه کس لکه شتيفاني چې په ژور خفګان اخته وي، د کورنۍ غړي، خپلوان، ملګري او يا د ژوند ملګري لکه فلوريان هم ورسره په دې کړاو کې شريک وي. دا ټول د ناروغ له پاره د مريضۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ډېر مهم وي. خو د هغوی له پاره [يعني کورنۍ د غړيو او دوستانو] کيدای شي ژورخفګان ډېر سخت تمام شي.

فلوريان په دې اړه وايي: «مطمناً دا ما ډېر ځوروي.» خو کله چې هغه ويني چې نامزاده یې ناروغه ده نو هغې ته دلاسه ورکوي او هڅه کوي ترڅنګ یې واوسي. شتيفاني چې د فلوريان پر لوري ګوري، وايي: «هغه په رښتيا زما له پاره ډېره ستره مرسته ده.» فلوريان وايي چې خپل ځواک یې په کافي اندازه راټول کړی دی څو پرې دا وضعيت ډېره منفي اغیزه ونه لري.

خو په ژور خفګان د اخته کسانو خپلوان او د ژوند ملګري ډېر وخت مايوسه کيږي کله چې هغوی ويني چې خپلوان یې مايوسه دي، هیڅ انرژي نه لري او يا په خپلو فکرونو کې ډوب دي.

زياتره وخت د ناروغ د ژوند ملګری يا ملګرې [ماينه يا خاوند] ځان د ناروغ د رغېدو له پاره مسئول ګڼي. يعني دا احساس کوي چې زه بايد يو څه وکړم چې دغه د ژوند ملګری یې روغ شي.

په کار کي ژورخفګان يا ډيپرېشن ښکاره علتونه لري

په ۲۰۱۸م کال کې د ترسره شوې يوې څېړنې په ترڅ کې په ۷۳ فيصده پوښتل شويو کې د خپلې ناروغه ماينې او يا خاوند د ناروغۍ له کبله د ځان ګرم بللو احساسات راټوکيدلي ول. هغوی داسې احساس لري چې د ژوند د خپل ملګري د ناروغي په اړه کافی معلومات نه لري. د څېړنې په حواله له همدې کبله ۸۴ سلنه په ديپريشن اخته کسان له خلکو ځان جلا کړي.

د ديپريشن علايم لکه خپه مزاج، د علاقې له لاسه ورکول او يا بې حالي زياتره وخت له دې سره تړلي وي چې سړی تصاميم نه شي نيولی. د شتيفاني له پاره مهم وه چې ناروغي یې تشخيص شي: «څو وپوهيږو چې دا يوې ناروغۍ علايم دي او نه زما د شخصيت نيمګړتياوې.»

په ژور خفګان د اخته کسانو سره ژوند تیرول ډېر مشکل تماميدلای شي.انځور: Nadtochiy.com/Zoonar/picture alliance

د ژور خفګان علايم پر يوه اړيکه ډېر فشار واردولی شي. ارواه پوهه او په لايپڅيګ کې د پوهنتون د روغتون د رواني ناروغيو او رواني درملنې د مرکز مشره کرستينا رومل –  کلوګ په دې اړه وايي: «دا ډېر زور غواړي او کولی شي چې خپل خپلوان او د کورنۍ غړي بيخي بې وسه شي.» هغه زياتوي: «له دې کبله دا مهمه ده چې هغوی [خپلوان] خپل ځانته پام وکړي، خپل سرحدونه حس کړي او وګوري چې هغوی څومره مرسته کولی شي او څه دي چې هغوی یې نه شي کولی.» ډيری وخت په داسې وضعيت کې بيا انسانان سره د جلا کيدو پريکړه کوي.

نوموړې زياتوي چې د ديپريشن په يوه پړاو کې دا بهتره ده چې سړی پراخې اغیزې لرونکې پريکړې ونه کړي. هغه وايي: «په ژور خفګان کې سړی هر څه بل ډول درک کوي او ډېر منفي یې ويني.» د نوموړې په خبره خو کله چې ديپريشن له منځي ځي نو بيا کيدای شي سړی هر څه بل ډول وويني.

د ژوند ملګري هم مرستې ته مراجعه کولی شي

نوموړې ارواه پوهه د مرستې غوښتلو توصيه کوي. دا څه په اغیزمنو او هم پر خپلو خپلوانو یې صدق کوي. که څه هم چې د روغتيا د نړيوال سازمان د اټکلونو پر اساس کابو ۲۸۰ ميلیونه انسانان چې له يوه ديپريشن سره ژوند کوي، د ټولنیزو تعصبونو سره مخ دي. ډېر اغیزمن د خپلې ناروغۍ په اړه خبرې نه کوي او يوازې هر څلورم یې مناسبه درملنه ترلاسه کوي.

د ارواه پوهې رومل –  کلوګ په حواله دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې د اغیزمن له پاره بلکې د کورنۍ د غړيو له پاره یې هم دا ډېره مهمه ده چې له يو چا سره د خپلو مشکلاتو په اړه وغږيدلی شي.

څرنګه يوه اړيکه سالمه پاتيدلی شي؟

کله چې شتيفاني او فلوريان په دې اړه څرګندونې کوي چې هغوی څرنګه د يوې جوړې په توګه له ديپريشن سره چلن کوي، شتيفاني له خپل نامزاد فلوريان څخه پوښتنه کوي: «تا کله له خپلو ملګرو سره په دې اړه خبرې کړي دي؟» هغه ځواب ورکوي: «نه، زما له پاره دا داسې يو څه دي چې ډېر راته شخصي دي څو پرې له نورو سره خبرې وکړم.»

د ژور خفګان ډيری ناروغان د ناروغي په اوج کې د ژوند د خپل ملګري يا ملګرې سره هیڅ تړون نه احساسويانځور: Andriy Popov/PantherMedia/IMAGO

هغه وايي چې زما سره نورې ستراتيژۍ مرسته کوي: «زه په عمومي توګه له مفني احساساتو څخه ځان ساتم خو زه هسې هم يو منطقي فکر لرونکی کس يم.» نوموړی زياتوي چې زياتره وخت دې موضوع ته د يوې علمي موضوع په سترګه ګوري او هڅه کوي چې د خپلې ملګرې ترڅنګ واوسي او د هغې بار يو څه سپک کړي.

هغه زياتوي چې ما د وخت په تېريدو سره د خپلې ملګرې له ناروغۍ سره چلن زده کړ. فلوريان وايي: «ډېری نور او ما هم په پېل کې داسې اړتيا لرله چې له اغیزمن کس سره مرسته وکړم او يا مشورې ورته ورکړم.» خو د هغه خبره دا څه د هغوی سره مرسته نه کوي.

په آلمان کې د ژور خفګان يا ډپرېشن د پېښو ډيروالی

د آلمان د ژور خفګان د ټولنې په حواله هغوی [ناروغان] په داسې يوه حالت کې ځان ته پام نه شي کولی او نه شي کولی خوشبينه واوسي. دا د هغوی د ناروغۍ برخه ده. خپلوان او د کورنۍ غړي البته دا کولی شي چې د ناروغانو احساسات درک کړي او جدي یې ونيسي.

فلوريان هم په دې اړه وايي: «سړی یې باید په اړه چپ پاته نه شي بلکې ناروغي ومني.» هغه زياتوي: «سړی بايد د ناروغ د کورنۍ د غړي په توګه د ناروغۍ په اړه معلومات ولري او د خپل ملګري يا ملګرې سره ګډه حللارې ولټوي.»

ب. ص/ ن. ز (Silja Thoms)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب