1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ژولیا پارسي د مارتین انالز د بشري حقونو جایزه وګټله

شبنم الکوزۍ د فرانس پرس له موادو سره
۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبه

د افغان معترضو ښځو له ډلې څخه ژولیا پارسي او د تاجيکستان د بشري حقونو مدافع چې اوسمهال په زندان کې دی، په ګډه د مارتین انالز د بشري حقونو جايزه ګټلې ده.

پارسي د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې له خپل زوی سره د طالبانو له خوا نیول شوې وه.
پارسي د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې له خپل زوی سره د طالبانو له خوا نیول شوې وه. انځور: Oliver Weiken/dpa/picture alliance

په افغانستان کې ښوونکې ژولیا پارسي او د تاجکستان زنداني وکیل منوچهر خالق نظروف، د سه شنبې په ورځ د مارتین انالز هغه جایزه وګټله، چې د بشري حقونو د نړۍ تر ټولو معتبره جایزه ده. دمارتین انالز بنسټ د هغوی د »بې ساري زړورتیا« ستاینه وکړه.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنیدو وروسته ژولیا، د افغان متعرضو ښځو د لاریونونو تنظیم کوونکې وه، چې له همدې کبله د طالبانو له لوري زنداني شوې وه.

همدا راز تاجيکستانی وکیل او د بشري حقونو فعال منوچهر خالق نظروف، د خپلو بشري حقونو د فعالیتونو په تړاو په ۱۶ کاله بند محکوم شوی دی.

د یادې جایزې د منصفه هیئت رئیس هانس تولن، ددې دوو په ټراو وویل چې دا دوه «استثنايي ګټونکي» دي چې «په افغانستان او تاجيکستان کې یې د عدالت او برابرۍ د تامین لپاره خورا لوړ قیمت ادا کړی او نړیواله ټولنه په سیمه کې د جیوستراتیژکو ګټو د مبارزې ترڅنګ له دوی څخه باید ملاتړ وکړي.»

ژولیا پارسي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې، کله چې یې خپله دنده له لاسه ورکړه او لوڼې یې له زده کړو محرومې شوې، د ښځو د حقونو لپاره فعالیت پیل کړ.

هیئت منصفه ویلې چې پارسي د «افغانستان د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ» په جوړولو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د تګلارو او کړنو پر وړاندې د مبارزې لپاره خلک هڅولي دي.

د جایزې هیئت همدا ډول زیاته کړې چې پارسي «د شته خطرونو سره سره د عامه لاریونونو په تنظیمولو کې د پام وړ مقاومت ښودلی دی.»

پارسي د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې له خپل زوی سره د طالبانو له خوا نیول شوې وه. د مارتین بنسټ ویلي چې هغه «له دریو میاشتو شکنجو او بد چلند وروسته خوشې شوه او دا ددې لامل سو چې د طالبانو د ظلم او جبر په وړاندې د مقاومت کولو هوډ یې نور هم پیاوړی سي.»

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

03:23

This browser does not support the video element.

د مارتین انالز جایزه، د بخښنې نړیوال سازمان د لومړي سرمنشي په نوم نومول شوې، چې لومړی ځل په ۱۹۹۶ کې ورکړل شوه.

د جایزې په هیئت کې د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د بشري حقونو د لسو نامتو سازمانونو استازي شامل دي.

د جایزې د ورکړې مراسم به د روان کال د نوامبر پر ۲۱ د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي.

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل