د امریکا متحدو ایالاتو دغه جرگه گۍ د ملي دفاع اختیاراتو، د نوې کلنۍ قانون په مسوده کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته د نورو ویزو ورکړه هم شامله کړې ده. دغه قانون د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت له پار د ۲۰۱۸ مالي کال د بودجي لومړیتوبتونه تعینوي چې ښایي ۶۵۰ میلیارده ډالره وي.
د متحدو ایالاتو د سنا او استازو مجلس اوسمهال د قانون پر نوو مسودو باندې هم کار کوي چې له یوه او بل سره مطابقت ولري. مخکې له دې چې دغه څه په قانون واوړي باید د کانگرس له دواړو خونو تصویب شي او ولسمشر دونالد ترامپ ته د لاسلیک له پاره واستول شي.
د سنا کمېټې د وسله والو خدمتونو جرگه گۍ ۲۷ سره غړو د دفاعي پالیسۍ بل، په پلویتوب خپله رای وکاروله. په دغه بل کې د هغو افغانانو له پاره د ویزې ورکول هم شامل دي چې د کډوالۍ د ځانگړۍ دریځ مستحق دي.
په افغانستان کې یو شمیر افغانانو له امریکايي ځواکونو سره د ترجمانانو، اور وژونکي عملې او یا هم په ساختماني برخو کې کار کړې دی.
د افغانانو له پاره د کډوالۍ ځانگړۍ ویزا (SIV) پروگرام هغو افغانانو ته چې د خپل ژوند په خطر اچولو سره یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی وي اجازه ورکوي چې د یو سختې ځانگړې ارزونې وروسته متحدو ایالاتو ته کډوال شي.
په مارچ میاشتې کې په کابل کې د متحدو ایالاتو سفارت وویل چې دوی د دغه ځانگړي پروگرام په ترڅ کې په کابل کې له عریضه کوونکو سره مرکې بندې کړې دي، ځکه چې په وینا یې د ویزو له کمښت سره مخامخ دي. خو استازو په اپریل میاشتې کې د لگښتونو په یوه بل کې نورې ۲۵۰۰ ویزې هم شاملې کړي څو دغه پروگرام جاري وساتل شي.
د دیموکراتو سناتور جین شاهین چې د جمهوري غوښتونکو له سناتور جان مکین او د وسله والو خدمتونو له جرگه گۍ سره یې دغه مسوده پر مخ وړله ویلي دي چې دوی د هغو ملکي افغانانو ډیر منندوی دي چې په افغانستان کې یې د متحدو ایالاتو له ماموریت سره مهم ملاتړ کړی دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.01.2017):
«افغانان کومو ۲۳ هيوادونو ته بې مخکنۍ ويزې سفر کولای سي؟»
د «پاسپورټ اينډکس» وېبپاڼي د ليسټ له مخي د افغانستان پاسپورټ له ۹۴ هيوادونو په پاسپورټونو کي تر ټولو آخري مقام لري. افغانان و ۲۳ هيوادونو ته بې مخکنۍ ويزې سفر کولای سي. دغه هيوادونه په دغه انځوريز راپور کي وپېژنئ: انځور: Alexandr Blinov/Fotolia ۲۳ هيوادونو ته بېله مخکنۍ ويزې د سفر امکان په دغه انځوريز راپور کي ښودل سوي معلومات له «پاسپورت اينډکس ټکی آرګ» څخه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۱۴مه اخيستل سوي. ياده منبع ۲۳ هيوادونه يادوي چې افغانان ورته مخکنۍ ويزې ته اړتيا نه لري. خو د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په ۳۰مه نېټه د «تليګراف» بريتانوۍ آنلاين رسنۍ او د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۱مه د «زيوډ ډويچه» آنلاين پاڼي ۲۵ هيوادونه ياد کړي ول چي پر افغان پاسپورټ ورته بېله مخکنۍ ويزې سفر کېدلای سي.
انځور: Alexandr Blinov/Fotolia بنګله دېش ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: Getty Images/AFP/STR کمپوديا ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: picture alliance/Robert Harding/S. Dee کاپ ورد ټاپو ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: Reuters کومور ټاپو ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: AP جيبوتي ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: SIMON MAINA/AFP/Getty Images دومينيکا ټاپو ـ کاريبي سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: AP ګينيا بيساو - افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: DW/B. Darame مراکش ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: DW مدګسکار ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: picture-alliance/dpa/ Guichaoua Yann-AGF/Bildagentur-online مالديپ ـ هندی سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: AP موريتانيا ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: picture-alliance/dpa نیکاراگوا ـ منځنۍ امريکا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: picture-alliance/dpa د ساموا آزاد دولت ـ آرام سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: XL Catlin Seaview Survey سیشل ـ هندی سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: Fotolia/Unclesam ختيځ تيمور ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: imago تووالو ټاپوګان ـ آرام سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: CC/blogtrotters یوگانډا ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه انځور: picture-alliance/dpa/S.Digge سینټ وینسینټ و گریناډائنز ـ کاريبي سمندر ـ ويزه نه غواړي انځور: picture alliance/blickwinkel/M. Lohmann هايتي ـ کاريبي سمندر ـ ويزه نه غواړي انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Nalio Chery د ميکرونيسيا متحده ايالات ـ آرام سمندر ـ ويزه نه غواړي انځور: picture-alliance/robertharding/M. Runkel موزمبيق ـ افريقا ـ ويزه نه غواړي انځور: DW/B. Jequete د پالاؤ جمهوريت ـ آرام سمندر ـ ويزه نه غواړي انځور: DPA