«ښه تعليم په آلمان کې د پاتېدو ښه چانس»
۱۳۹۵ مهر ۳, شنبهPAS - AAA - Interv. afg. Flüchtling - MP3-Stereo
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.09.2016):
"د مهاجرو ږغ"، په آلمان کي د افغان ژورنالستانو انځوريز نندارتون
د پنځو مهاجر افغان عکاس ژورنالستانو انځورونه په آلمان کي نندارې ته وړاندي سوي دي. د دغه نندارتون مقصد د مهاجرو په ادغام کي کومک او د آلمانيانو سره د هغوی د فرهنګي تبادلې چټکول دي.
په دغه نندارتون کي د پنځو عکاسانو له خوا اخيستل سوي تر ۱۳۰ څخه زيات عکسونه نندارې ته وړاندي کړل سوي دي. دغه عکسونه تاوتریخوالی نه بلکه د افغانانو طبيعت، فرهنګ او ورځنی ژوند انځوروي.
دغه عکس د عارف کريمي له خوا اخيستل سوی او ورته د «راځئ چي تول د مهاجرو ږغ سو» عنوان ورکول سوی دی.
په دغه نندارتون کي د کامران شفايي، رامين محبت، رضا شېرمحمدي، رادا اکبر او عارف کريمي له خوا اخيستل سوي انځورونه نندارې ته وړاندي سوي دي.
د يوې فرهنګي اونۍ په ترڅ کي نه یوازي د عکسونو نندارتون بلکه ورسره مل د موسيقۍ، کتاب ويلو او ازاد بحثونو پروګرامونه هم ترتيب سوي دي. دغه انځور د رادا اکبر دی چي په افغانستان کي د ښځينه ؤ ژوند انځوروي.
دغه نندارتون چي د Heusenstamm آلماني ښار کي د فرهنګي اونۍ په ترڅ کي جوړ سوی دی، يو مقصد يې په افغانستان کي د خبريالانو او رسنيو حالت ته انعکاس ورکول هم دی.
د کامران شفايي له عکسونو څخه يو
په تيرو کلونو کي زيات شمېر افغان ژورنالستان او عکاسان د تاوتريخوالي قرباني سوي دي. په دې ترڅ کي ذبيح الله تمنا په نوم يو مشهور افغان ژورنالست په هلمند کي ووژل سو.
د عارف کريمي له خوا اخيستل سوی انځور
په تيرو کلونو کي د افغان ژورنالستانو پر ضد د وسله والو ډلو ګواښونه زیات سوي دي.
د کامران شفايي له خوا اخيستل سوی يو انځور.
د انځورونه نندارتون د «راځئ چي ګډ د مهاجرو ږغ سو» تر عنوان لاندي جوړ سوی دی.
د رامين محبت له خوا اخيستل سوی يو انځور
د نندارتو یو داسي انځور چي پکښي يوه مهاجره افغانه کورنۍ انځور سوې ده.
د رضا شېرمحمدي له انځورونو څخه يو
دغه نندارتون د آلمان لوی ښار فرانکفورت ته نژدې پېل سو او د سپتامبر تر ۱۵ مې پوري يې دوام وکړ. دغه د رادا اکبر له خوا اخيستل سوی يو انځور دی.