د اروپا په پارلمان کې د «ANF» په نوم د ښي عوامپالو فراکسيون د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې خپله کنګره تر سره کوي. دغه ځای د تصادف له مخې نه دی ټاکل شوی، ځکه چې په چک کې د افراطي نظرياتو له پاره زمينه تر ډېره مساعده ده.
اعلان
مارين لې پېن، توميو اوکامورا او خېرت ويلدرس ـ له ټولې اروپا څخه ښي او عوام پال سياستوال د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې سره راغونډ شوي دي. هغوی اوس په اوسنۍ بڼه د اروپايي ټولنې پای غوښتی دی.
د اروپايي پارلمان د يوه فراکسيون په دغه غونډه کې مشهور عوام پال کسان لکه د هالنډ خېرت ويلدرس او له فرانسې څخه د «فرون ناسيونال» مشره مارين لې پېن هم اشتراک کوي. په پارلمان کې حاضر دغه فراکسيون «د ملتونو او آزادۍ يوه اروپا» نوميږي چې مخفف يې «اي ان اف» دی. ويلدرس د اروپايي ټولنې اصلي مقر او ښار ته په اشارې سره وويل: «بروکسل زموږ د ملي دولتونو له پاره يو اساسي خطر دی.»
مارين لې پېن بيا اروپايي ټولنه يو «فاجعې ته ورته سازمان» وباله. دغو ښي اړخو ملګرو همداراز د کډوالۍ او مهاجرت پر ضد خبرې وکړې. ويلدرس د چک جمهوريت او د اروپايي ټولنې د شرقي هېوادونو موقف وستايه او ويې ويل: «زه هيله لرم چې چکان به خپلې دروازې د ډله يزې کډوالۍ په وړاندې تړلې وساتي.»
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې د چک، هنګري او پولنډ پر ضد حقوقي دعوې کړې دي ځکه چې هغه د اروپايي ټولنې له خوا تعيين شوي د کډوالو د وېش شاخصونه نه مني او نه يې عملي کوي.
اوکامورا او «د مسلمانانو له خوا د استعمار ګواښ»
د غونډې کوربه، توميو اوکامورا، چې د چک د آزادۍ او مستقيمې دموکراسۍ پر ګوند پورې تعلق لري، وويل چې «په اروپا کې د مسلمانانو له خوا د استعمار ګواښ» موجود دی.
يوازې يو څو سوو خلکو د چپي ډلو له خوا د متقابل لاريون له پاره بلنه منلې وه. هغوی د غونډې د مقر، يعنې يوه هوټل مخکې داسې شعارونه ورکول لکه «خجالت» او داسې اوږده ټوکران يې پورته کړي ول چې ورباندې ليکل شوي وو: «ټولنيز عدالت د تعصب، ملت پالنې او له پردو سره د کينې پر ځای».
پوليسو سخت امنيتي تدابير نيولي وو او يوې څرخي الوتکې هم خپلې دورې وهلې. د آلمان له پاره د بديل عوام پال ګوند په غونډه کې برخه وانه خيستله. د «اي ان اف» د فراکسيون غړی، مارکوس پرېڅل د آلمان له پارلماني انتخاباتو وروسته له آبي يا شنه ګوند سره يو ځای شوی وو او د خپلې ښځې او د د آلمان د بديل ګوند د پخوانۍ مشرې، فراوکه پېتري، پر پله يې پل ايښی وو. د اروپايي ټولنې په پارلمان کې عوام پال فراکسيون تر ټولو کوچنی فراکسيون دی چې تر اوسه پورې ډېرې لاسته راوړنې هم نه لري.
د کډوالو پر وړاندې سخت دريځ
دا چې د پراګ ښار، د غونډې له پاره غوره شوی دی، کوم تصادف نه دی. داسې ښايي چې د اروپايي ټولنې مخالفين داسې حساب کوي چې هلته به د دوی افراطي نظرياتو ته ښه زمينه موجوده وي. د غونډې کوربه، اوکامورا، د اکتوبر په مياشت کې په پارلماني انتخاباتو کې له خپل ښي اړخي ګوند سره له ۲۲۰ چوکيو څخه ۲۲ ګټلې وې، چې د کډوالو او د اسلام پر ضد يې سخت دريځ غوره کړی و. د اروپایي کميسيون له خوا د يورو باروميتر په نوم نظرپوښتنه کې يوازې ۳۳ فيصدو چکيانو اروپايي ټولنه مثبته ګڼلې وه. دا د اروپايي ټولنې په ۲۸ غړو هېوادونو کې تر ټولو ټيټه شمېره وه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.11.2016):
ترمپ: عوامپاله، خود خواه او ولسمشر
ترمپ د رهنمای معاملالت یو شرکت درلود، یو مؤلف وو چي کتابونو یې ډیر خرڅیدل او یو تلویزیوني ستوری وو. هغه دا دی اوس د امریکا متحدو ایالاتو ۴۵م ولسمشر سو. دونالد ترمپ د ډیرو کسانو له پاره یوه خندونکې څېره وه.
په دغه کال ترمپ په اتلانتیک سیتي کي یوه قمارخانه پرانیستله. دا د هغه له ډیرو پانگونو څخه یوه وه چي دغه میلیونر یې میلیاردر کړ.
انځور: picture-alliance/AP Images/M. Lederhandler
د ترمپ پلار، فریدریک سرمایه
ترمپ ته د تجارتي معاملو له پاره پیسې د هغه له پلاره فریدریک، څخه میراث پاته سوي. په اول سر کي یې یو میلیون امریکايي ډالر ورکړې او په ۱۹۹۹م کال کي د پلار تر مرگ وروسته، ترمپ او د هغه درو ورونو او خویندو ته څلور میلیونه یورو په میراث پاته سوې.
انځور: imago/ZUMA Press
د میلیاردونو معاملې
ترمپ په عصبانیت سره پانگونه کوله، که څه هم په وار وار سره یې تاوانونه کړي خو بیا ئې هم هر وخت بریالیتوب لاره. د مثال په ډول په نیویارک سیتي کي د ترمپ برج. نن ورځ ترمپ خپله سرمایه لس میلیارده امریکايي ډالر ښيي. خو کارپوهان بیا د هغه د سرمايي یو پر دریمه برخه رښتیني بولي.
انځور: Getty Images/D. Angerer
ډیر هوښیارانه
دغه جمله ترمپ د ځان په هکله ویلې ده. هغه هم له دې کبله چي ترمپ د فیلادلفیا په یوه ځانگړي پوهنتون کی تحصیل کړی دی. هغه په ۱۹۶۸م کي د نوموړي پوهنتون څخه د «bachler» شهادتنامه ترلاسه کړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.J. Harpaz
کپتان ترمپ
مخکي تردې د ترمپ پلار هغه په دیارلس کلنۍ کي یوې پوځي لیلیې ته واستاوه. هغه باید هلته دسپلین زده کړي وای او د خپلو زده کړو په وروستي کال کي حتی د صاحب منصبۍ رتبې ته هم ورسېد. ترمپ په دې هکله وايي چي هلته یې ډیر پوځي تمرینات کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/
د ویتنام له جگړې معافېدل
ترمپ وکولای سول د ویتنام په جگړه کي په برخه نه اخيستلو بريالی سي. دغه ورزشکار د پښې په پونده کي د یوې ناروغي له امله ځان له عسکرۍ خدمت څخه معاف کړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo
د ترمپ لومړۍ مېرمن، ایوانا
ترمپ په ۱۹۷۷م کال کي له چکسلواکۍ ماډلې «ایوانا زیلینچکووا» سره واده وکړ. له هغې سره د درو اولادونو خاوند سو ، خو تل به یې د نورو ښځو سره د اړیکو لرلو په اړه خبري کیدلې. له همدې کبله به یې کورنی ژوند ددغه ډول گونگوسو تر سیوري لاندي وو.
انځور: Getty Images/AFP/Swerzey
دوهمه کورنۍ
په۱۹۹۰م کال کي ترمپ له خپلي مېرمنې ایوانا څخه جلا او د خپلي دوهمې ښځي مارلا، سره یې چی ۱۷ کاله تر هغه کشره وه، واده وکړ. له هغې سره د يوې لور (تیفاني) خاوند سو.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Minchillo
نجوني، نجوني
ترمپ نه یوازي له خپلي مېرمني سره په عام محضر کي راښکاره کېد، بلکي زیاتره وخت به یې د ښکلا د ملکې په سیالیو کی هم برخه اخیستله او له ځوانو ماډلانو سره به څنگ پر څنگ ولاړ وو. له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۱۵م کاله پوری په متحدو ایالاتو کي حتی د نړۍ د ښکلا د ملکې سیالۍ هم په هغه پوري اړه درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Lemm
ترمپ د سیاست په ډگر کي
په اصل کي ترمپ پخوا له سیاست سره ځان دومره ډیر نه دی مصروف کړی. خو بیا یې هم د ۲۰۱۵م کال د جون پر۱۶ اعلان وکړ چي ځان یې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړی دی. د هغه شعار دا وو «بیا هم امریکا ستره کړی». هغه خپل انتخاباتي کمپاین، مهاجرو، مسلمانانو، ښځو او خپلو حریفانو ته په توهین آمیزو څرگندونو سره پیل کړ.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lane
د ولسمشرۍ لیاقت
آیا له دغه عوامپاله او پر ځان مین سړي څخه به د آزادي نړۍ یو لارښود جوړ سي؟ زیاتره کسان تر اوسه لا دا تصور نه سي کولای. خو د دونالد ترمپ ژوند ليک دا ښيي چي دغه سړی د «کمیلیون» په شان ځان ته بدلون ورکولای سي.