پر ښځو د جنسي تاوتریخوالي په حواله د تهامسن رویټرز فاونډیشن د یوې نوې سروې پایلې خپرې شوې دي. په دې سروې کې د هند پلازمېنه نوی ډهلي او د برازيل هیواد د ساؤ پاولو ښارونه پر ښځو د جنسي تشدد له اړخه د نړۍ تر ټولو خراب ښارونه ښودل شوي دي.
د ۲۰۱۲م کال په دسمبر میاشت کې په نوي ډهلي کې په یوه بس موټر کې سفر کوونکې نجلې په ډیري بی رحمۍ سره بدلمني ورواوښته او بیا له روان بس څخه لاندي وغورځول شوه. تر دغې پيښې وروسته هغې سا ورکړه.
د دغې ۲۳ کلنې محصلې تر قتل وروسته، د نړۍ په دغه تر ټولو لوی ايالت کې د ښځو د حقونو په برخه کې کوښښونه پیل شول. په زرونو مظاهره کوونکي سړکونو ته را ووتل او د دغې پيښې د ټولو عاملینو د نیولو او د هغوی د محکمې غوښتنه یې وکړه.
وروسته تر دې په هند کې د جنسي برابرۍ په اړه نوی قانون جوړ او له جنسي تاوتریخوالي سره د مخامخ شویو ښځو له پاره ځانګړې محکمې هم جوړې شوې. خو دې ټولو هڅو ونه کولای شول چې د ۲۶ میلیونه نفوس درلونکی دغه ښار(نوی ډهلي) څخه د ريپ کیپيټل یا د جنسي تیري پلازمېنې د نوم داغ لیري کړي.
له ښځو سره د رامنځه کیدونکي تشدد له پلوه په ۱۹ مختلفو ښارونو کې نوی ډهلي او ساؤ پاولو په لومړي مقام کې پاتې شول.
په هندوستان کې د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې ربیکا رائشمان وویل :«زه د رایو پر بنسټ له دې پایلو څخه هیڅ حیران نه یم. له تیرو څو کلونو راهیسې د جنسي تاوتریخوالي په حواله نوی ډهلي او ساؤ پاولو د رسنیو له خوا ډیره توجه را جلبه کړې ده. په دې کې هیڅ شک نشته چې په دې دواړو ښارونو کې جنسي تشدد یو حقیقت دی، خو په دې اړه هیڅ ډول دقیق ارقام نه دي موجود، چې له مخې یې دا معلومه شي چې په دې ښارونو کې د نورو ښارونو په پرتله د جنسي تیري د پيښو شمیر لوړ دی».
د دې رپوټ پر بنسټ د جنسي تاوتریخوالي له پلوه د مصر د پلازمېنې قاهرې نوم په دریم ځای کې راغلی دی. وروسته تر دې د مکسیکو سټي او ډاکه نومونه راځي.
د جنسي تیري د بریدونو یا پیښو په اړه د چاپان د توکیو ښار د ښځو له پاره تر ټولو محفوظ ښار ګڼل شوی دی.
زموږ له ارشيف څخه:
ولي په هند کي ښځي د غوایې ماسک پر سروي؟
یوه هندي عکاس سجاترو ګهوش، په خپلې نوې پروژې کې داسي پوښتنه راپورته کړې چې آیا په هندوستان کې د ښځو حیثیت تر غوایانو کم دی؟ ګهوش د غوایانو په نوم تشدد د ښځو د ساتني له موضوع سره پرتله کړې.
انځور: Handout photo from Sujatro Ghosآیا غواګانۍ ډیر ارزښت لري؟
دری ویشت کلن عکاس شخاترو ګهوش وایې چې د دې پروژۍ موخه د ښځو پر وړاندې د ترسره کیدونکي تشدد او زور زیاتې موضوع راپورته کول دي. د هغه په خبره: «که موږ غواګانې ژغورلی شو، نو ښځې ولی نه؟»
انځور: Handout photo from Sujatro Ghosد ښځو د حقونو له پاره غږ پورته کول
ګهوش وایې چې د غواګانو په نوم د خلکو په عام محضر انسانان وژل کیږي، خو د ښځو د حفاظت موضوع بیا له پامه غورځول شوی. د رسمي اعداد او شمیرو له مخې په هندوستان کې تر هرو ۱۵ دقیقو وروسته یوه ښځه د جنسي تیري د پيښې ښکار کیږي.
انځور: Reuters/S. Ghoshگھوش وایې چې تر ټولو دمخه هغه د غوایې ماسک خپلو دوستانو او د کورنۍ ښځینه غړو ته په سر کړ او د هغوي انځورونه یې واخیستل، خو اوس ډیر شمیر نورې ښځې هم غواړي چې د هغه د پروژۍ یوه برخه وګرځي.
انځور: Reuters/S. Ghoshپه هندوستان کې د جنسي تیري ډیرې پيښې خو له سره راجستر کیږي هم نه، ځکه ډیري وختونه قرباني شوې ښځې د تیري کونکونکو له خوا د دوباره زورول کیدو ویره لري. په ټولنیز لحاظ هلته داسې ذهنیت موجود دی چې ډيري وختونه اغیزمنې شوې میرمنې یا د کورنۍ غړي یې خاموشه پاتې کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharmaپه دې وروستیو کې په هندوستان کې د غوایې په نوم د تشدد رپوټونه ورکول شوي دي. په یو شمیر پيښو کې ظاهراً د غوایې غوښې د خوړلو له امله خلک وژل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/J.F. Monierپه ۲۰۱۲ میلادي کال کې په هندوستان کې د ښځو د حفاظت له پاره قوانین سخت کړای شول. خو سره له دې هم په ۲۰۱۵ م کال کې د ښځو پر وړاندې د ۳۲۷۳۹۰ مختلفو واقعاتو رپوټ ورکړل شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpaپه همدې منځ کې په ټولنیزو رسنیو کې پر ګهوش انتقادونه هم شوي دي. ډیر شمیر خلکو (هندوانو) پر هغه د غوایې د توهین یا بی حرمتۍ تورونه لګولي دي. په هندوستان کې هندوان غوایې ته په مذهبي لحاظ ډیر درناوی کوي او د غوښې خوړل یې جرم بولي.
انځور: APګهوش هیله لري چې خلک به د هغه پیغام په سمه توګه درک کړي او څنګه چې د غوایې د ژغورنې کوښښ روان دی، په همدي شکل د ښځو حفاظت او ژغورنه هم اړینه ده.
انځور: Getty Imagesانساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني
د دویچه ویله دوو خبریالانو جان فلپ شولز او آدریان کریش، په نایجیریا کې د انساني قاچاقبرانو په هکله پلټنې کړي. د قاچاقبرانو د تعقیبولو ترڅ کې د دوی سر تر ایټالیا پورې ورسید، خو د خاموشۍ له یو دیوال سره مخامخ شول.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد دویچه ویله دوو تنو خبریالانو د انساني قاچابرانو پسې د لټون لړۍ له نایجیریا د ایدو ایالت څخه پیل کړ. دوی چې له هر چا سره لیدل د هغه یو نه یو خپلوان به ضرور په اروپا کې وو. په ایټالیا کې د بدلمنه ښځو دری پر څلورمه برخه د دغې سیمې نجوني دي. بې روزگارې له دغې سیمې څخه د مهاجرت اصلي لامل گڼل کیږي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzنن بیبینا ایمناها، د څو کلونو راهیسې په ځانگړي توگه ځوانو نجونو ته خبردارې ورکوي چې اروپا ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. ایمناها وایې: «ډیرې نجونې د درواغو ژمنو په جال کې بند پاتې کیږي. دوی ته ویل کیږي چې په کورونو کې به د خدمې یا ورته کارونه کوې، خو کله چې اروپا ته ورسیږي بیا نو دوی درواغ معلوم شي. له همدې امله ډیرې نجوني د مجرمو ډلو لاسو ته ولیږي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzتر ډیرو هڅو وروسته یو قاچاقبر له دویچه ویله سره خبرو ته راضي شو. هغه وویل چې تر سلو ډیر خلک یې له نایجیریا څخه لیبیا ته رسولي دي. د هغه په خبره د «د ایدو خلک ډیر حریص دي او د ښې راتلونکي له پاره هر څه کولو ته تیار دي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzدغه قاچاقبر چې ځان اسټیو معرفي کوي وایې چې له نایجیریا څخه تر لیبیا پورې له هر کس څخه ۶۰۰ ایرو اخلي. ډیرې پوهیږي چې له دښتې او صحرا له لارې لیبیا ته رسیدل څومره خطرناک دی. په دې ترڅ کې ډیر شمیر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد «اگادیز» دښته د دویچه ویله د خبریالانو راتلونکې منزل وو. د دوی په خبره دا ډیره خطرناکه سیمه ده. په دې دښته کې دغه خبریالان یوازې د وسله والو محافظینو سره سفر وکولې شو.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzهره دوشنبه تر لمر ولیدو وروسته د څو لاریو یوه قافله د اگادیز دښتې څخه د شمال پر لور روانیږي. په لیبیا کې د نا کراریو له امله انساني قاچاقبران بې له کوم ممانعت څخه دغه هیواد ته داخلیږي او د مدیترانې ساحل ته ځان رسوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی او نجونې باید کم عمره وي
د نایجیریا ډیرې نجونې د فحشا بانډونو په لاسو کې ولیږي. مدني فعاله لیزا بیرتینې وایې: «د شمیرو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې تر ۱۰۰۰ ډیرې نایجیریایې نجوني او میرمنې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. په ۲۰۱۵ کال کې دا شمیر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.» نوموړۍ زیاتوي چې کوښښ کیږي د نجونو عمر کم تر کم وښودل شي.
انځور: DWد نایجیریا د یوه دوست په مرسته دغه دواړه ژورنالستان د ایټالیا په شمال کې یو «مادام» ته ورسیدل. نایجیریا کې دلالې ته مادام ویل کیږي. په ایتالیا کې یوې نایجیریایۍ نجلې وویل: «مادام پر موږ تشدد وکړ او بدلمنې ته یې مجبوره کړو.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzکله چې د دویچه ویله خبریالانو پر مادام د لگول شوو مختلفو تورونو په هکله پوښتنې وکړې، نو هغې ومنله چې په کور کې یې ۶ نجونې موجودې دي. خو دا رد کړه چې دغه نجونې یې بدلمنې ته اړ ایستلي دي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد مونیکا اوشکوی په نوم یوې راحبې په دې برخه کې ایټالوي ادارې په نه پاملرنې تورنوي او انتقاد پرې کوي. نوموړۍ د تیرو ۸ کلونو راهیسې بدلمنۍ ته اړ ایستل شوو نجونو په برخه کې کار کوي. نوموړی زیاتوي چې سړي غواړي په ډیرو کمو پیسو خپل جنسي خواهش پوره کړي، چې دا کار په ایټالیا کې له نایجیریایې ښځو سره د ۱۰ ایرو په بدل کې کولې شي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz