1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ښځو ته د موټر چلولو پريکړه به ټولنه کوي»

۱۳۹۵ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د سعودي عربستان د ولي عهد مرستیال شهزاده محمد بن سلمان، ويلي دي چې ښځو ته د موټر چلولو اجازې په اړه پريکړه به حکومت نه بلکې د سعودي ټولنه کوي. سعودي د نړۍ هغه یوازنی هیواد دی چې ښځي پکښې د موټر چلولو اجازه نه لري.

د سعودي عربستان ښځي
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali

د ولي عهد مرستیال شهزاده محمد بن سلمان دغه څرګندوني د دوشنبې په ورځ د «سعودي وژن ۲۰۳۰» په نوم پروژې په اړه له خبریالانو سره د خبرو پر وخت وکړې. سعودي عربستان غواړي په دې پروژې سره پر تیلو انحصار تر ډیره حده راکم کړي او د پانګه اچوني له لاري اقتصاد ته وده ورکړي.

له شهزاده محمد، څخه چې کله پوښتنه وشوه چې په دغه پروژه کې د ښځو د دندو ونډه له ۲۲ تر ۳۰ فیصده ده، نو آیا دا به زمینه برابره کړي چې دوی په راتلونکي کې د موټر چلولو اجازه ولري؟ نوموړي یې په ځواب کې وویل: «تر اوسه زموږ ټولنه لا دې ته چمتو نه ده او دا به منفي اغیز ولري. خو موږ پر دې ټینګار کوو چې په دې هکله پریکړه باید د سعودي ټولنه وکړي. ځکه چې بدلون په زور رامنځته کيدلای نه شي.»

څرګنده دي وي سعودي عربستان پر ښځو د بندیزونو له درکه په نړۍ کې لومړی مقام لري او د نړۍ یوازنی هیواد دی چې ښځي یې د موټر چلولو اجازه نه لري.

سربیره پر دې د سفر، واده او کار کولو له پاره ښځي د کورنۍ د نارینو اجازې ته اړتیا لري. خو په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د ښځو په هلکه ځیني اصلاحات هم پلي کړي دي.

سعودي وژن ۲۰۳۰م

شهزاده سلمان، د سعودي په اقتصاد کې د انقلابي بدلونو پروژې د وړاندي کولو پر وخت وویل چې هیواد به یې یوازي د تیلو پر عایداتو د تکیه کولو له عادت څخه ځان خلاص کړي او په یوه نړیوال پانګه اچونکي ځواک به بدل شي.

مرستیال ولي عهد وویل چې هیواد به یې د ځانګړي بودیجې په واسطه د پانګه اچونې له پاره ځانګړې شوې بوديجه له شپږسوه ميليونو څخه ۷ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.

سربیره پر دې په پام کې ده چې د دې پروژې له مخې د سعودي په سنتي ټولنه کې هم بدلونه رامنځ ته کړل شي او په اقتصادي هلو ځلو کې میرمنو ته د ونډې ورکولو زمينه برابره شي.

په پلازمینه ریاض کې مرستیال ولي عهد له خبریالانو سره د خبرو پر وخت زیاته کړه: «موږ نه شو کولای پر نړیوالو بازارونو تکیه وکړو.»

په دې وروستیو کې په نړیوال بازار کې د تیلو بیې د راکښته کېدو له کبله د سعودي عربستان په بودیجه کي کثر زيات شوی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب