1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښی اړخۍ ته د اروپا بدلون: مهاجر اندېښمن دي

۱۴۰۳ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د اروپا په پارلماني ټاکنو کي ستري لاس ته راوړني، په فرانسه کي نوي انتخابات، د آلمان په ختیځ کي د ښی اړخي ګوند AfD تر ټولو پیاوړی ځواک: د اروپا ښی اړخي بریالي کیږي او مهاجر په ټولنه کي د خپل موجودیت په هکله اندېښمن دي.

Deutschland Vor Europawahl - Demo gegen Rechtsextremismus
انځور: Jan Woitas/dpa/picture alliance

د اروپا د پارلمان  په ټاکنو کي په  فرانسې کي د (ملي اتحاد) په نوم ښی اړخي گوند ۳۱ سلنه رايي ګټلي دي او په دې ډول یې د اوسني ولسمشر ایمانوئل ماکرون د گوند په پرتله د رایو شمیر څه د پاسه دوه برابر ه سو. ماکرون د نوو پارلماني ټاکنو اعلان وکړ.

په داسي حال کي چي په اروپا کي ډېر کسان له دې امله اندېښمن دي چي د مارینه لي پین، گوند به د ماکرون د حکومت په دواړو وروستیو دورو کي حکومت جوړ کړي، خو یوه بله ډله په ځانگړې توگه اندېښمنه ده: مهاجر او د هغوی اولادونه.

« په فرانسه کی مهاجر په بیره کي دي»

راجا علی اصغر، ۳۵ کاله مخکي له پاکستانه پاریس ته مهاجر سوی دی او اوس په فرانسه کي د پاکستان- مسلمانانو د اتحادیې مشري پرغاړه لري.

نوموړي دویچه ویله ته وویل:«هغه مهاجر چي په فرانسه کي اوسیږي خپل د راتلونکي په اړه اندېښمن دي. ښي اړخه پپولیست گوندونو تل د مهاجرت ضد نظرونه درلودل. د هغوی تر حکومت لاندي به د مهاجرو ستونزي لاپسي زیاتي سي.»

نوموړی د کار په بازار او ټولنیزو مرستو ته د لاس رسي په برخه کي له مهاجرو سره د تبعیض په هکله اندېښمن دی. راجا علی اصغر وايي:«زما په فکر په راتلونکو کلونو کي به په اروپا کي د مهاجرو ستونزي زیاتي سي.»

په فرانسه کی د ښي اړخه گوند مشره مارینا لوپین او د اروپا مخکښ کاندید جردن باردلاپه اوس وخت کی د خپل ښي اړخه گوند پرمختگ تجربه کوي.انځور: Samuel Rigelhaupt/Sipa USA/picture alliance

ستار علی سومن، چي په پاریس کي څو رستورانتونه لري او ۲۴ کاله مخکي له بنگله دیش څخه رامهاجر سوی، هم ورته نظر لري: «هرڅوک په دې پوهیږي چي ښی اړخه سیاسي گوندونه مهاجر او په تیره بیا مسلمانان نه خوښوي.» سومن دویچه ویله ته وویل: «په فرانسه کي مهاجر د راتلونکو ورځو له امله په بیره کي دي.»

«خلک پوهیږي چي (اې اف ډي) یو ښي اړخه افراطي گوند دی»

په آلمان  کي د انتخاباتو په بهیر کي هیڅ بل گوند دومره ډيري رايې نه دي ګټلي لکه (اې اف ډي) گوند چي د استخباراتي ادارې له خوا په ټول هیواد کي د شکمن ښی اړخه افراطي او د آلمان د ختیځ په درو ایالتونو کې يې حتی د تائید سوي ښی اړخه افراطي گوند په توګه درجه بندي کیږي. 

دا کار په آلمان کي ډېر خلک اندېښمن کړي دي، لکه په دغه هیواد کي د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر اَیمان مازیک. نوموړي له دویچه ویله سره په مرکه کي وویل: «نه یوازي د مهاجرو، بلکي د ډیموکراسۍ له پاره یوه ستونزه موجوده ده. ياد گوند حداقل د آلمان په ختیځ کي یو «اولسي گوند» دی. زه نه غواړم د معترضو رایه ورکوونکو افسانې له سره واورم. هغوی له ایدیالوژیکي پلوه بدل سوي دي او په دې ښه پوهیږي چي دا یو افراطي ښی اړخه گوند دی.»

په آلمان کی د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر اَیمان مازیکانځور: Friso Gentsch/dpa/picture alliance

«هر څوک باید خپله ونډه سرته ورسوي»

د اروپا پارلمان د ټاکنو ورځ له هغې ورځي سره سمون درلود چي ۲۰ کاله مخکي د جرمني د کولن ښار په کیوپ شتراسه کي په میخونو ډک بمي برید وسو چي له امله یې ۲۲ کسان ټپیان سوي او د ډیرو حالت د اندېښنې وړ وو.

څو کاله وروسته بيا پلټونکو د دغي پیښې اړیکه له ښی اړخه افراطي ترهگر ګروپ NSU سره کشف کړه، چي تر دغي پیښې مخکي او وروسته یې د نژاد پالنې د انگیزې په درلودلو سره په مجموعي ډول لس تنه وژلي دي.

د «ملي تبعیض او نژادپالني» په نوم د څېړنیزې پروژې مشر جیهان سینان اوغلو، په ایکس پاڼه کي لیکلي دي: «دا چي په دغه ورځ د AfD گوند دوهم ستر ځواک وگرځید، د نه زغملو یو حقیقت دی.»

میرال شاهین، د کولن په کویپ شتراسه کي د یوه دوکان خاوندهانځور: Tuncay Yildirim/ DW

میرال شاهین، بیا په کویپ شتراسه کي یو دوکان لري. د اروپا ترانتخاباتو وروسته هغه دویچه ویله ته وویل: »دا د سختې اندېښنې خبره ده چي څرنگه اروپا د ښی اړخو خواته پرمختگ کوي. دا به زموږ له پاره په څه معنی وي؟ ډېرو ته دا هر څه نامعلوم ښکاري.« په کویپ شتراسه کي هغې هڅه وکړه خپله ونډه ادأ کړي او خبرداری یې ورکړ چي: »ډېر نور کسان هم باید ورته کار وکړي، هر څوک باید خپله ونډه ادأ کړي.«

«د دغو حرکتونو په پیاوړي کیدو سره د گواښونو کچه هم لوړیږي»

د آلمان له پاره بديل (اې اف ډي) گوند د یوې پټي لیدني کتني په هکله چي پکښي د مهاجرو د اخراج په اړه خبري سوې وې، تر یوه رپوټ وروسته پرې سخت انتقادونه وسول.

په جرمني کي د تور پوستو له ټولني څخه طاهر دیلا، انتقاد کوي چي د مهاجرو د ټولنو اندېښنو ته کافي جواب نه ورکول کیږي: «»برعکس خلک د انتخاباتي حوزو، د باور او په نتیجه کي د قدرت د له لاسه ورکولو له امله په اندېښنه کي دي.»

دیلا، وايي اصلي اندېښنه داده: «کله چي دغه حرکتونه قدرت په لاس راوړي  نو د تور پوستو مهاجرو  له پاره د گواښونو کچه به هم لوړه سي.»

په دا وروستیو کي د جرمني پولیسو او د قربانیانو مشورتي دفترونو د سیاسي انگیزې لرلو ښی اړخو، په تیره بیا د راسیستي او یهودیت ضد دلایلیو له امله د زورزیاتیو له زیاتوالي څخه خبرداری ورکړی دی.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب