«ښې اړخي د ختيځ آلمان اقتصاد ته ګواښ دي»
مارسیل فورسیتنو/ و.ا۱۳۹۵ مهر ۱, پنجشنبه[No title]
نرو مطالب:
دلته یو وخت یو دیوال وو
آلمان د تاریخ یوه ستره شېبه: د ۱۹۸۹ کال د نومبر په نهمه په یوه خبري کنفرانس کې د پخواني «دیموکراتیک آلمان» د رژیم د سیاسي بیرو سیاستوال گوینتر شابوفسکي په سهوي توگه یوې څرگندونې د پخواني ختیځ آلمان ټول ولس په جوش راوست.
د برلین د دیوال تر رالویدو کیدو ۴۸ ساعته وروسته، په اصطلاح د«مرگ کرښې» څخه ویره له مینځه ولاړه. له دی مخکې په دغې کرښی کې ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړي وو. د برلین په منځ کې د سمنتي دیوال تر شا، مخې او پخپله پر دغه دیوال جشن لمانځل کیده. د ختیځ او لویدیځ آلمان ولسونه یو ځل بیا د یوه ولس په توگه ژوند کاوه.
د ۱۹۸۹م کال د می میاشتې پر دوهمه نېټه، د هنگري هیواد عسکرو د هنگري او اتریش تر منځ پر پوله په ډیری برخو کې د اغزن سیم په لیرې کولو پېل وکړ. دا د دوهمې نړیوالي جگړې وروسته د ختیځي او لویديځي اروپا د ایدیالوژیکي پولې په اوږدو کې لومړني درزونه وو.
د ۱۹۸۹م کال د مې میاشتې پر اوومه نېټه پخوانی ختیځ آلمان چې د «آلمان د دیموکراتیک جمهوریت» (DDR) په نامه یادیده، وگړو سیمه ییز پارلمانونه له پاره رایې ورکړې. له انتظار سره سم د ټاکنو په پایلو کې لاس وهنه شوې وه. بیا هم واکمنو غوښتل چې ۹۸ سلنه رایې خپل کړي. خو دا ځل اپوزیسیون له ځان څخه دفاع وکړه. یوه ورځ وروسته په لایپڅېگ کې د سړکونو پر سر لاریونونه پېل شول.
د وارسا تړون غړو د ۱۹۸۹م کال په جولای میاشت کې په بخاریست کې سره غونډه وکړه. گورباچوف د بريژینف نظریاتو( دوکتورین) د لغوه کیدو اعلان وکړ. په دې سره د سوسیالستي ورونو هیوادونو پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل حق لغوه شو. دا په دې معنی چې له دې وروسته د مسکو متحدین د خپلو ملي مسایلو د حل لاره چاره پخپله باید ولټوي.
د پخواني ختیځ آلمان د زرونو وگړو له پاره په هنگري کې د دوبي دودیزي رخصتیو تیرول ۱۹۸۹کال د هغوی په ژوندانه کې د بدلون په ټکې بدل شو. د اتریش د پولې په اوږدو کې په اصطلاح د سوري سوري شوو اغزي لرونکو کټارو چې پخوا د خلکو د تگ او راتگ مخنیوې یې کاوه، خبر تر دریسدن او اوزیدم پورې ورسید. کورنۍ له خپلو ماشومانو د بکسونو سره په گړندیو قدمونو د د زرغونو پولو له لارې د آزادۍ خوا ته تیریږي.
په ځانگړې توگه ۱۹۸۹م کال د آلمان د دیموکراتیک جمهوریت د وگړو له پاره په زړه پورې وو: په ختیځه اروپا کې د آلمان د فدرالي جمهوریت سفارتونو ودانۍ ډیر ژر د پخواني ختیځ آلمان له کډوالو څخه ډکیږي. په پراگ کې د لوبکویتڅ، د ماڼۍ په چمن کې د کډوالو شمیر ۵۰۰۰ تنو ته ورسید.
تر هغې وروسته د آلمان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر هانس دیتریش گېنشر، د ۱۹۸۹م کال د سپتمبر میاشتې پر دیرشمه نېټه په پراگ کې د آلمان سفارت له بالکون څخه په بیړه د پخواني ختیځ آلمان په زرونو وگړو ته لویدیځ آلمان ته سفر کولو اعلان کوي. په حقیقت کې دا د برلین د دیوال تر نړیدو د مخه له احساساتو یوه ډکه شېبه ده.
د آلمان د دیموکراتیک جمهوریت تر تأسیس څلویښت کاله وروسته ولس جرأت کوي. د لایپڅیگ ښار د دغه جمهوریت د احتجاجونو په ډگر اوړي. د هرې دوشنبې په ورځ اپوزیسیون په احتجاجونو لاس پورې کوي چې د ختیځ برلین واکمنان یې په انديښنه کې واچول. د سپتمبر میاشتې په پای کې ۸ زره خلک احتجاج کوي، د اکتوبر په نیمایي کې ۷۰۰۰۰ او د همدغې میاشتې په پای کې د پخواني ختیځ آلمان د مشرتابه پر وړاندې ۳۰۰۰۰۰ کسان احتجاج کوي.
د اکتوبر میاشتې په سر کې په پراگ کې د آلمان سفارت یو ځل بیا د پخواني ختیځ آلمان له وگړو ډکیږي. همداشان په پولنډ کې د آلمان د فدرالي جمهوریت نمایندگي د پخواني ختیځ آلمان له وگړو ډکیږي. دا د بن او ختیځ برلین تر منځ د دیپلوماسۍ گیچ کوونکی پړاو وو. په پای کې ۶۰۰۰ وگړو د لویدیځ آلمان پر لور حرکت وکړ.
د پخواني «آلمان دیموکراتیک جمهوریت» داخلي اړ دوړ په خاصه توگه د هغه د تأسیس پر ۴۰ کال خپل اوج ته ورسید. د احتجاج د څپو په پیل کې د اصلاحاتو د غوښتنې لمن چې د اپوزیسیون بیلابیلو غورځنگونو پرې ټینگار کاوه، د اکتوبر په میاشت کې نوره پراخیږي: آزادې ټاکنې، د سرحدونو پرانیستل، سوکالي. خو د وخت واکمن اریش هونیکر سر تمبه پاتې کیږي. خو باالمقابل گورباچوف د وخت او زمان په خبره پوهیږي.
اریش هونیکر، د آلمان د دیموکراتیک جمهوریت یا پخواني ختیځ آلمان د کمونست گوند مشر او د هیواد د مشر په توگه د خپلي سیاسي دورې تر پایه پورې بې پروايي ښکاره کړه. هغه سیاسي بدلونونو ته کومه توجه ونه کړه. د اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه نېټه دی د گوند او دولتي شوری له مشرتابه څخه لیرې کیږي. اېگون کرېنڅ، د اریش هونیکر ځای ناستی کیږي. ایگون کرینځ د اصلاحاتو ژمنه کوي، خو کومه نتیجه نه ورکوي.
د نومبر میاشتې په اوایلو کې د احتجاجونو لمن تر پلازمینې ( هغه وخت ختیځ برلین) پورې غځیږي. په سلونو زره کسان د اصلاحاتو یا ریفرمونو او د خپل حکومت پر ضد احتجاج کوي. دا د آلمان د دیموکراتیک جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو ستر لاریونونه وو
د ختیځ برلین د «الکساندر» میدان څخه احتجاجونه په ژوندۍ بڼه خپریږي. د اپوزیسیون غوښتنې د سوسیالستي نظام زیربناوې تر پوښتنې لاندې راوستې: هغوی د سفر، مطبوعاتو او غونډو د آزادۍ غوښتنه کوله.
څو ټکي چې نړۍ ته یې بدلون ورکړ:
د پخواني ختیځ آلمان یو سیاستوال گونتر شابوفسکي، د آلمان د دیموکراتیک جمهوریت، د وگړو له پاره د د نویو سفري مقرراتو اعلان وکړ. د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه دغه مقررات «سمدلاسه» د تطبیق وړ وگاڼه. هغه یوه جمله چې رسما په خبرتیا کې لیکل شوې نه وه خو د نوموړې له خولی سهوا ووتله. د رویټرز خبري آژانس د ۱۹۸۹م کال د نومبر میاشتې پر ۹ نېټه د ماښام پر ۷ بجو او ۳ دقیقو د دغه تاریخي شېبې په هکله معلومات ورکړل.
د نومبر میاشتې د نهمې او لسمې نېټې تر منځ شپه په هغه تاریخي شېبو کې شمیرل کیږي چې خلک یې «یو خوب پر حقیقت» د بدلیدو په توگه تعبیروي. یوازې په ۴۸ ساعتونو کې د پخواني ختیځ آلمان په زرونو انسانان لویدیځ برلین او د آلمان فدرالي جمهوریت ته په پښو، بایسکلونو او موټرو سپاره ورغلل.
د آلمان پخواني دیموکراتیک جمهوریت «ډي ډي آر» د رژیم مشران چوپ او غلي شول: د استخباراتې ادارې «شتازي» رئیس اریش میلکه چې په سیاسي بیرو کې د افراطي سخت دریځو په جمله کې شمیرل کیده، د «ولس د مجلس» یا پارلمان د استازو په وړاندې د روان سیاست وضعیت په هکله د تفاهم ښکاره کولو غوښتنه وکړه. دا د یو دوکه کوونکي سیاست وال چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي، د عامه ښکاره کیدو وروستی ځل دی.