د يو شمير روسي رسنيو او د افغانستان د تلويزيون يک د وېبپاڼي د خبر له مخي کابلوف دا څرګندونې په یوه مرکه کي د مارچ مياشتي په ۳يمه نېټه کړي دي. دغه مرکه د روسيې د فدرالي خبري آژانس سره ترسره سوې ده.
د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر دغه ځانګړي استازي ويلي چي که د افغانستان چارواکي له روسيې څخه غوښتنه وکړي، نو روسيه کولای سي چي افغانستان ته خپل عسکر د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر ولېږدوي. کابلوف زياته کړې ده چي لومړی بايد د بين الافغاني خبرو اترو نتيجې او د يو داسي پراخبنسټه ائتلافي حکومت جوړېدو ته انتظار وسي چي د ټولو افغانانو استازی وي.
دغه روسي چارواکي ويلي: «د ترهګرۍ ضد مبارزې او د افغانستان سره د نظامي مرستي په ترڅ کي موږ دې ته انتظار کوو چي په کابل کي يو نورمال حکومت وي چي موږ ورسره د نظامي مرستي موضوع مطرح کړلای سو.»
د کابلوف په وينا روسيې پخوا هم ورته وړانديز مطرح کړی ؤ خو په وينا يې سمه ارزونه نه وه سوې. هغه زياته کړې: «موږ يو ځل د مرستي وړانديز کړی ؤ چي يا خو امريکايانو او يا خو افغانانو د بيلو شرطونو سره مشروط کړی ؤ.»
د کابلوف په وينا که له روسيې څخه په دې اړه هيله وسي نو روسيه و مرستې ته چمتو ده. کابلوف زياته کړې چي البته د دا ډول ممکنه مرستي «شرايط به روسي مشرتابه تعريف کوي.»
AG/AWA/NS
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (09.12.2019):
تر ټولو زياتي وسلې خرڅوونکي هيوادونه وپېژنئ
د (SIPRI) د تازه راپور له مخي په ۲۰۱۸ کال په نړيواله کچه او د چين په استثنی ۱۰۰ کمپنيو د ۴۲۰ ملياردو ډالرو په ارزښت وسلې او نظامي تجهيزات وپلورل. هيوادونه يې په لاندني انځوريز راپور کي وپېژنئ:
انځور: picture-alliance/dpa/D. Fischerد اوکراين هيواد UkrOboronProm شرکت په ۲۰۱۸ کال د ۱،۱ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه يو دی چي په ۲۰۱۸ کال يې زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: DW/I. Sheikoد سينګاپور هيواد ST Engineering شرکت په ۲۰۱۸ کال د ۱،۵ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه يو دی چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahmanد ترکيې هيواد آسېلسان او ترک ايروسپېس اندستريز شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۲،۸ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: TAIد سوېډن هيواد Saab شرکت په ۲۰۱۸ کال د ۳،۲ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه يو دی چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Moilanenد سويلي کوريا درو شرکتونو لکه هانوها، کوريا ايروسپېس او ليګ نېکس يو شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۵،۲ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Reutersد هند هيواد درو شرکتونو لکه هندوستان ايروناوتکس، اندين آردننس او بهارت اليکترونيکس شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۵،۸ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/epaد آلمان هيواد راين ميتال، کراوس مافای، تيوسن کروپ او هېنسولډټ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۸،۳ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppeد اسرائيل ايلبيت سيستم، سپېس اندستريز او رافايل شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۸،۶ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Piermontد جاپان هيواد ۶ بېلا بېلو شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۹،۹ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/A.Di Ciommoد ايتاليې هيواد ليوناردو او فينچانتيري شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۱۱ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Imago/۵ مقام ـ د اروپايي هيوادونو مشترک شرکتونه
د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه د مختلفو اروپايي هيوادونو دوه مشترک شرکتونه لکه اېربس ګروپ او MBDA داسي دي چي په ۲۰۱۸ کال يې ۱۴،۳ مليارده ډالره ارزښت لرونکي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي او په دې توګه تر ټولو زيات نظامي تجهيزاتو پلورونکو څخه دي.
انځور: MBDA Deutschland GmbHد فرانسې هيواد ۶ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۲۳،۲ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Reuters/B. Tessierد روسيې ۱۰ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۳۶،۲ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Imago/Itar-Tassد بريتانيې ۱۰ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۳۷،۳ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/BAE Systems۱ مقام ـ د امريکا متحده ايالات
د امريکا متحده ايالاتو ۴۸ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۲۶۶ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ تر ټولو زياتي وسلې خرڅوونکي شرکتونه دي.
انځور: Reutersد چين په هکله اټکل کيږي چي د نړۍ له تر ټولو زياتو وسلو توليدوونکو هيوادونو څخه يو دی. خو د ۲۰۱۸ له پاره د سيپري په راپور کي د دغه هيواد د تجهيزاتي شرکتونو په تړاو شمېرې ځکه نه دي خپرې سوي، ځکه چي دغه هيواد يې مخفي ساتي.
انځور: AFP/Getty Images/STRد دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۹ کال د دسمبر مياشتي په ۹مه نېټه په ستوکهولم کي د نړيوالې سولې د انستيتيوت SIPRI له پاڼي څخه اخيستل سوي دي. د انستيتيوت په ۱۹۶۶ کال د سوېډن د حکومت له خوا د يو بنسټ په توګه جوړ کړل سو. د دغه بنسټ د کارکوونکو شمېر د ۵۰ او ۶۰ تر منځ دی چي نيم مصارف يې د سوېډن حکومت تمويلوي. [ترتېب کوونکی: احمدولي اڅکزی]