کابل او تهران گډي څيړني پيل کړي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبهد افغانستان او ايران د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ خبرو اترو وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چي د دغو هیوادونو سرحدي کميسارۍ د هغي ادعا په اړه چي د ايران سرحدي ځواکونو ځيني افغانان هريرود ته اچولي دي، گډي پلټني پيلوي.
د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کي ليکل سوي دي چي دغه څيړني به د هغه قرارداد له مخي پيل سي چي په ۱۳۳۵ کال کي د دواړو هيوادونو د سرحدي کميساريو ترمنځ لاسليک سوی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي دي: «توافق سوی دی چي د دواړو هيوادونو سرحدي کميسارۍ د پيښي په ځای کي خپلي پلټني پيل کړي.»
د خبرپاڼي په حواله دغه څيړني د حقايقو موندلو په موخه د دواړو هيوادونو د سرحدي کميساريو له خوا کيږي. څه موده وړاندي د افغانستان حکومت د دغي پيښي د بررسي کولو له پاره يو لس کسيز هيئت د ايران سرحد ته لېږلی وو.
د افغانستان د حقيقت موندلو کمېټې د پيښي په ځای کي د ځينو افغان کارگرو د ډوبيدو په اړه پلټني پيل کړي دي. د دوی څيړني ښيي چي په دغه پيښه کي د هغو ۴۶ کسانو له ډلي څخه چي ايران ته تلل، لس کسان مړه سوي، ۱۷ ورک او ۱۹ ژغورل سوي دي.
خو ځيني ژغورل سوي کسان او چارواکي د قربانيانو شمېر زيات گڼي. څه موده وړاندي د هرات چارواکو په هريرود کي د «نورو ۱۲ جسدونو د موندلو» خبر ورکړی وو. ژغورل سوو کسانو هم ويلي ول چي دوی ۹ جسدونه روغتون ته انتقال کړي دي.
دغو شمېرو ته په کتو سره نو له هريرود څخه د راايستل سوو مړو شمېر ۲۱ کسانو ته رسيږي. د قربانيانو کورنيو او ژغورل سوو کسانو ادعا کړې ده چي هغه ۵۳ افغان کارگران چي په غيرقانوني توگه د ايران خاوري ته اوښتي ول، د ايران سرحدي ځواکونو تر وهلو او شکنجې وروسته هريرود ته واچوله. ايران بیا د افغانانو د نيولو او رود ته د اچولو خبرده رد کړې ده.