شخړي
کابل ته د امريکا د دفاع وزير رسېدل او پر هوايي ډگر بريد
۱۳۹۶ مهر ۵, چهارشنبهاعلان
دغه توغندي د هوايي ډګر پوځي برخې ته نزدې لګیدلي دي، خو له کبله یې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي دي چې لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
پولیس اوسه په دې لټه کې دي چې د توغندیو د توغیدو سیمه وموندي. دانش روښانه کړې ده چې د پیښې له کبله د کابل له هوايي ډګر څخه کومه الوتکنه نه ده لغوه شوې.
توغندې افغانستان ته د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، او د ناټو د عمومي منشي ينس ستولتنبرگ تر رسیدو یوازې څو ساعته وروسته په دې سیمه کې لګیدلي دي.
تر هغه وروسته چې د دونالد ترمپ د افغانستان د جګړې د پر مخ وړلو او دې هیواد ته د اضافي سرتیرو د استولو پریکړه وکړه، جیمز متیس لومړي لوړپوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.