د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ لومړی نیټه) له اسلام آباد څخه کابل ته تللی. ارګ وايي، خلیل زاد به نن د ورځې ناوخته له ولسمشر غني سره وګوري. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري دویچه ویله ته وویل: «کابل ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر پرمهال به دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د وروستیو مذاکراتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه جزیات د افغانستان دولت مقاماتو سره شریکوي او د دې لېدنو جزیات به وروسته له خلکو سره شریک کړو.»
ښاغلی خلیلزاد تېره ورځ په اسلام اباد کې ؤ او هلته هم د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ له مشر قمر باجوه سره پر افغان سوله غږېدلی.
د نړېوالو مسایلو شنونکي عبدالشکور سالنګی وايي، داسې بریښي چې په قطر کې د زلمي خلیلزاد ماموریت پای ته رسېدلی او اوس یې هڅه دا ده چې له طالبانو سره شویو هوکړو ته د پاکستاني او افغان چارواکو ملاتړ ور جلب کړي.
د امریکا استازی، زلمی خلیل زاد د پاکستان د خارجه وزیر قریشي سره انځور: Permanent Mission of Pakistan in UN ښاغلي سالنګي دویچه ویله ته وویل: «پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافقاتو خوښ دی خو اوس به خلیل زاد په کابل کې افغان چارواکي دې ته هڅوي چې دغه توافقات ومني.»
زلمی خلیلزاد داسې مهال اسلام اباد او کابل ته سفر کوي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې له تازه خنډونو سره مخامخ شوي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین، له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خبرو کې امریکايي لوری تورن کړی چې د سولې خبرې ځنډنی کوي او نوي خنډونه ورته جوړوي.
نوموړي د دغو خبرو د ځنډېدو لامل د سولې هوکړه لیک ترلاسلیک وړاندې د «تاوتریخوالي کمېدو» د څرنګوالي پر سر اختلاف ښودلی دی.
انځور: picture-alliance/AA/S. Karacan شاهین ویلي: «مونږ موافقه کړې وه چې د سولې هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال به خوندې چاپيریال رامنځته کوو خو امریکایانو نوې غوښتنې مطرح کړې، چې له همدې امله د سولې بهیر له خنډونو سره مخ شوی.»
تراوسه په سمه توګه روښانه نه ده چې د افغان سولې په بهیر کې د امریکایانو نوې غوښتنې څه دي، خو ځینو سرچینو ویلي چې اوس امریکا طالبانو ته اته نوې غوښتنې وړاندې کړي. د سرچینو پر وینا، په دغو غوښتنو کې یوه دا هم ده چې طالبان باید په دایمي توګه د «تاوتریخوالي کمېدو» سره موافقه وکړي.
د آلمان بن ښار ته څېرمه پروت پيرسبيرگ هوټل د گڼو تاريخي پېښو شاهد دی. د طالبانو د نظام تر ړنگيدو وروسته د افغانستان د نوي حکومت بنسټ هم هلته ايښوول شوی وو. په دې انځوريز رپوټ کې د دې ځای پر تېر سل کلن تاريخ نظر اچووو. انځور: picture-alliance/dpa/H. Kaiser د ۴۰ ميليونه يورو بيارغونه بن ته د څېرمه پراته دي هوټل بيارغونې دوه کاله دوام وکړ. کابو۴۰ ميليونه يورو د دې «گراند هوټل» پر ترميم او بيارغونې مصرف شوي دي. دا هوټل د آلمان د دولت دی او د ميلمستون په توگه یې کاروي.
انځور: Steigenberger Hotels AG هغه پېښې چې په دې تېرو څو کلونو کې دلته رامنڅته شوي، غیر عادي دي. د دې هوټل موقعيت هم استثنايي دی. دا هوټل د «زيبن گيبرگه» يا د «اوو غرونو» په سلسله کې د «کيونکس ونتر» په کوچني ښار کې پروت دی. د ورځې چې هوا پاکه وي، له دې ځایه سړی آن د کلن مشهوره «دوم کليسا» چې ۲۳ کيلومتره لېرې پرته ده، ليدلی شي.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Kaiser مېلمانه، سياستوال او مشهور شخصيتونه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۲۳) د دې هوټل د بيرته پرانيستو له پاره رابلل شوي ول. کله چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس وينا کوله، مېلمنو د دې ځای له منظرو خوند اخيست. د دې هوټل پرانيستنه د حکومت له پاره د خوښی ځای دی، ځکه تر دې وروسته به وکولی شي دلته کنفرانسونه او نورې برنامې په يوه نوې فضا کې جوړي کړي.
انځور: Steigenberger Hotels AG په ۱۹۰۰م کال کې پيترسبيرگ هوټل بيخي بل ډول وو. دا هوټل په ۱۸۸۸م کال کې جوړ شوی او په ۱۸۹۲م کال کې پرانيستل شوی او په ۱۹۱۱م کال کې د نه چليدو له کبله د اجباري بولۍ سره مخامخ شوی وو. د کلن د عطرو د يوه شرکت مشر فرديناند مولنس د دې هوټل نوی مالک شو او له سره يې جوړ کړ. په ۱۹۱۴م کال کې دا هوټل له سره پرانیستل شو خو مالک یې مجبور شو څو مياشتې وروسته یې وتړي. وروسته بيا لومړۍ نړيواله جگړه پېل شوه.
انځور: public domain د هتلر او چمبرلين ليده کاته شپږ کاله دا هوټل تړلی وو، بيا په څو ځلي ورغول شو او پراخ کړای شو. په لومړي ځل د نازيانو په وخت کې دې هوټل د نړيوالو توجو جلب کړه. په ۱۹۳۸م کال کې کله چې د بريتانيا لومړي وزير نويل چمبرلين له هتلر سره مذاکرات کول، نوموړې په همدې هوتل کې ديره وو. هتلر د راين د سيند بلې غاړې ته په «راين دريسدن هوټل» کې اوسيد.
انځور: picture-alliance/arkivi د دويمې نړیوالې جگړې پر وخت هم دا هوټل تړلی وو. وروسته بيا دا هوټل مصادره شو او د دريو لویديځو متحدو بريتانيا، فرانسې او امريکا متحدو ايالاتو د عالي کميسارانو مقر شو. په ۱۹۴۹م کال کې متحدينو له کونراد آدناور څخه د آلمان د ټاکل شوي لومړي وزير په توگه هرکلی وکړ. په دې ځای کې د پيترسبيرگ تړون لاسليک شو چې آلمان ته یې لا زياته خپلواکي ورکړه.
انځور: picture-alliance/dpa/Vack د آدناور او دريو کميسارانو ملاقات نه يوازې د آلمان له پاره د مهم تړون له کبله بلکې له دې کبله هم چې آدناور له پروتوکول څخه سرغړونه وکړه، د خلکو د پام وړ وگرځيد. درې کميساران پر سره غالۍ د آدناور د هرکلي له پاره ولاړ ول. په پام کې وه چې د آلمان پلاوی هغوی ته مخامخ ودريږي. خو آدناور په ډېر اعتماد سره د کميسارانو ترڅنگ پر سره غالۍ ورديد.
انځور: picture-alliance/AP Photos هیله ده چې ملکې ترې خوند اخيستی وي د کميسارانو تر وتلو وروسته په ۱۹۵۲م کال کې دا هوټل بيرته پرانيستل شو. د آلمان حکومت چې هغه وخت یې پلازمينه د بن ښار وو، دا هوټل د دولتي ميلمنو له پاره کرای کاوه. لومړۍ مېلمنه د ايتوپيا وروستۍ امپراطوره هايلي سلاسي وه. بيا وروسته په ۱۹۶۵م کال کې د بريتانيا ملکه الیزابت د آلمان د لومړي سفر په ترڅ کې دلته اوسيدله.
انځور: picture-alliance/Kurt Rohwedder دا چې هوټل گټه نه کوله، په ۱۹۶۹م کال کې بيرته وتړل شو. خو بيا په ۱۹۷۳م کال کې د پخواني شوروي اتحاد د جمهور رئيس ليونيد بريژنف آلمان ته د سفر پر وخت په ځانگړي توگه د هغه له پاره پرانيستل شو. بريژنف ته د آلمان د حکومت له خوا يو مرسديس موټر ورکړل شوی وو. هغه خپله دا موټر د بيترسبيرگ په لاره چلاوه چې له يوې ونې سره ټکر شو خو نوموړي ته زيان ونه رسيد.
انځور: picture-alliance/dpa په ۱۹۹۰م کال کې هم د لوړ پوړو مېلمنو لکه د جاپان امپراطور، د جنوبي افريقا ولسمشر نيلسن منديلا او د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر بل کلنتن د راتللو لړۍ روانه وه.
انځور: picture-alliance/United Archives/W. Kühn دلته نړيوال کنفرانسونه هم ترسره شوي لکه په ۲۰۰۱م کال کې د افغانستان کنفرانس. په دې کنفرانس کې د طالبانو د رژيم تر سقوط وورسته د افغانستان د نوي حکومت او د دغه هيواد د بيارغونې موضوع مطرح وه. په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۱م کلونو کې هم دلته د افغانستان په اړه کنفرانسونه ترسره شول.
انځور: picture-alliance/dpa په پيترسبيرگ کې د «پيترسبورگ ديالوگ» سږ کال په لومړي ځل د «پيترسبورگ ديالوگ» غونډه په پيترسبيرگ کې ترسره شوه. په انڅور کې د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس (کيڼ) او د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف (ښی) ښکاري چې په جولای مياشت کې یې دلته سره ليدلي ول.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker