1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د سعودي له توقیف خانو د آزاد شوو ۲۲۴ افغانانو ستنیدل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۲۲۴ افغانان چې د سعودي عربستان په توقیف خانو کې وو، آزاد شوي او افغانستان ته لیږدول شوي دي. په پام کې ده چې ۶۰۰ نور افغان بندیان به هم آزاد او افغانستان ته انتقال شي.

Afghanistan Abgeschobene Afghanen erreichen Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په ترڅ کې ویلي دي چې دغه کسان چي د کرونا ویروس د شیوع پروخت د مهاجرتي اسنادو له کبله توقیف شوی وو او په توقیف خانو کې له صحي خطراتو سره مخامخ وو، آزاد شوي او بیرته افغانستان ته استول شوي .

په جده کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ هم د یوه خبر په نشرولو سره ویلي دي چې له عربستان څخه افغانستان ته د دغو کسانو د انتقالولو په موخه لومړنى پرواز، د سه شنبې په ورځ له ماسپښنه وروسته د جدي له هوایي ډګره کابل ته ترسره شو.

د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې نن د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د می ۱۳مه) هم یو ځانګړی پرواز له ریاض څخه کابل ته وشي.

په جده کې د افغانستان د نمایندګۍ په وینا، عربستان د بندیانو د وړیا ستنیدو زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوي اعلامیې له مخې «د دغو افغانانو  پاتې برخه، چې مجموعي تعداد یې ۶۰۰ تنه کیږي، د سعودي عربستان د شاهي دولت په مرسته، به د دې اونۍ تر آخره پورې افغانستان ته ولېږدول شي.
په سعودي کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي دي چې په پام کې ده د افغان بندیانو وروستی پرواز د ثور میاشتې په ۲۸ نېټه له جدې څخه کابل ته ترسره شي.
پ.ع.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل