1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د پاکستاني پلاوي د تللو موخه څه ده؟

۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعه

د پاکستان باندنیو چارو وزارت کابل ته د دغې هېواد د یوه پلاوي د تللو خبر ورکړی څو د مارچ میاشتې ځانمرګي برید څېړنو پایلې له طالبانو سره شریکې کړي.دغه برید کې پنځه چینايي انجینیران او د هغوی پاکستانی موټرچلونکی وژل شوي وو.

Pakistan Shangla Bombenanschlag
انځور: AP/picture alliance

د پاکستان  باندنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ خبر ورکړی دی، چې د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته تللی، څو د مارچ میاشتې ځانمرګي برید په اړه د ترسره شویو څېړنو پايلې له طالبانو سره شریکې کړي. په دغه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجینیران او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکی وژل شوي وو.

د استوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې، پاکستان ویلي، چې دغه برید پهافغانستان کې پلان شوی و او دا، چې ځانمرګی بریدګر افغان و. د رپوټ له مخې، پاکستان ویلي، چې د افغانستان اوسني واکمن طالبان باید د دغه برید په اړه ځواب ووايي. پر افغانستان واکمنو طالبانو د دغې برید په اړه هر ډول مسئولیت رد کړی دی.

په دې اړه:پاکستان: ځانمرګي برید کې پنځه چینایان وژل شوي

د یوې خبرپاڼې تر مخه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي خرم اغا، دغه موندنې د طالبانو ادارې د کورنیو چارو له مرستیال وزیر محمد نبي عمري، سره شریکې کړي دي. په رپوټ کې راغلي، خرم اغا، د پاکستان د لومړي وزیر شهبازشریف، په سپارښتنه کابل ته سفر کړی دی.

د خیبرپښتونخوا شانګلې کې د ځانمرګي برید له امله پنځه چینايي انجینیران وژل شوي انځور: Omar Bacha/AFP/Getty Images

د روان زیږدیز کال مارچ میاشتې پر ۲۶ نېټه یوه ډله چینايي وګړي هغه مهال د ځانمرګي برید هدف وګرځېدل، چې د پښتونخوا  په شانګلې کې «داسو» برېښنا بند ته د کار له پاره روان وو. دغه بند پاکستان کې د برېښنا تر ټولو لوی بند ګڼل کېږي.

په رپوټ کې راغلي، پاکستان له افغان طالبانو غوښتي، څو د دغه برید د عاملینو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.

د استوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې، کابل کې د خبرو اترو په اړه دپاکستان باندنیو چارو وزارت زیاته کړې، افغان واکمنو ورسره هغه ژمنه بیا تکرار کړې، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه پاکستان خلاف د ترهګریزو کړنو له پاره نه کارول کېږي. زیاته شوې، چې طالبانو د پاکستان د موندنو په بیا کتنې موافقه کړې ده. په سملاسي توګه په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا مهال زرګونه چینايي وګړي د پاکستان ـ چین اقتصادي کوریډور پورې اړوند پروژو کې کار کوي، چې په دې کې تر ډېره د سړک جوړولو، برېښنا او کرنې هغه شاملې دي.

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟

34:51

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب