1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د سردار محمد داود خان روغتون مخې ته چاودنې شوي

۱۴۰۰ آبان ۱۱, سه‌شنبه

طالب چارواکي او عيني شاهدان وايي چې په کابل کې تر دوو چاودنو وروسته ډزې شوي دي. پيښه پوځي روغتون ته نژدې شوې ده.

Afghanistan | Explosion in Kabul
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat /AA/picture alliance

د رويټرز په حواله، د کورنيو چارو وزارت ویاند سعيد خوستي ويلي دي چې چاودنې د سردار محمد داود خان د ۴۰۰ بستريز روغتون په دروازه کې شوي دي.

خوستي پر خپل ټويټر ليکلي دي: «امنيتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي، تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.»

د سيمې د اوسیدونکو له خوا د پيښې په اړه خپرو شوو انځورونو کې د چاودنې له امله آسمان ته پورته شوی لوګی ښکاري.

یوه روغتيايي کاروکونکي چې غوښتل يې د سيمې څخه وتښتي، وويل چې د یوې لويي چاودنې غږ یې واوريد چې څو دقیقې وروسته ډزې هم پیل شوې.

رويټرز زیاتوي چې تر اوسه د دغو چاودنو مسئوليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو حکومتي خبري آژانس باختر د عیني شاهدانو له قوله ليکلي دي چې داعش ډلې يو شمیر جنګیالي روغتون ته داخل شوي او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

له کله چې په افغانستان کې طالبان د اګست میاشتې په نیمايي کې واک ته رسیدلي داعش ډلې پر مسجدونو او طالبانو باندې خپل بریدونه ډير کړي دي.

په کابل کې د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستريز روغتون په ۲۰۱۷م کال کې هم وسله وال برید شوی وو چې تر ۳۰ ډیر کسان پکې وژل شوي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب