1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د عاشورا مراسم ترسره شول

۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبه

په کابل کې د عاشورا مراسم د امنيت په فضا او دغه ولایت د ګڼ شمیر اوسیدونکو په ګډون، خو د روغتيايي سپارښتننو په نه رعايت ترسره شول. ګډونوالو ويل، کرونا په افغانستان کې دومره خطرناکه نه ده چې مراسمو کې يې د ګډون مانع وګرځي.

Afghanistan | Religion | Trauertag Aschura
انځور له آرشيف څخهانځور: DW/G. Adeli

په کابل کې د محرم میاشتې د لسمې (عاشورا) مراسمو په لمانځنه کې د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني، دوو مرستیالانو يې او د افغانستان يو شمير نور سیاستوالانو هم ګډون درلود.

سربیره پر دې چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د مذهبي مراسمو د ترسره کولو پر وخت د يو لړ روغتيايي سپارښتنو د رعایت خبره کړې وه خو دغه سپارښتنې د عاشور د مراسمو اکثرو ګډونوالو له خوا په نظر کې نه وې نيول شوې.

ګډونوالو که څه هم د کرونا ويروس یو جدي خطر ګڼي، خو ويل يې چې دغه ويروس په افغانستان کې دومره خطرناکه نه دی، چې د عاشورا په مراسمو کې د دوی د اشتراک مانع وګرځي.

د حميدالله ناصري په نوم د مراسمو يو ګډونوال وايي: «کله چې ولسمشر د عاشورا په مراسمو کې ګډون کوي، نو زه يې ولې ونه کړم؟»

ناصري دویچه وله ته وویل چې د کور څو غړي يې تر اوسه په کرونا ناروغۍ اخته شوي خو تر څه مودې وروسته بيرته روغ شوي دي. هغه زیاته کړه: «دغه ويروس څومره چې تبليغات کيږي، هومره خطرناک نه دی.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د محرم د لسمې څخه د مخه، ټولو جوماتونو او تکيه خانو ته سپارښتنه کړې وه چې د عاشورا مراسمو پر وخت دې د ګډونوالو له پاره د لاس مينځلو لازم مواد چمتو کړي او جوماتونه او تکیه خانې دې د عفونت ضد استعمال شي. خو په ننۍ مراسمو کې دغه څه ونه ليدل شول او نه هم خلکو له دې اړخه انديښنه درلوده.

 د محمد علي په نوم د عاشورا مراسمو يو بل ګډونوال دويچه وله ته وويل: «زه ځوان يم او په ډيره علاقه د عاشورا په مراسمو کې ګډون کوم. زه په کرونا ويروس د مبتلا کيدو څخه ویره نه لرم.»

په کابل کې د عاشورا مراسم د شديدو امنيتي تدابیرو په شتون کې ترسره شولانځور: DW/G. Adeli

د ګلثوم په نوم د کابل ښار يوه اوسیدونکې هم ورته نظر لري: «مرګ حق دی او د خدای له طرفه دی.»

خو د کابل ښار يو شمیر اوسیدونکي بیا بر خلاف د کرونا ناورغي جدي ګڼي. دوی وايي د عاشورا مراسرم له شاوخوا ۱۴ سوه کاله مخکې راهیسې لمانځل کيږي، که يو کال د کرونا له وجې په لويو غونډو کې ونه لمانځل شي له منځه نه ځي.

د کابل د لويديځې سيمې اوسیدونکی میرزا وايي: «کله چې زما او زما د کورنۍ او يا د ټولې ټولنې روغتیا په خطر کې وي، بیا نو اړتیا نه شته چې په ديني مراسمو کې اشتراک وکړم، ځکه د ديني مراسمو له ترسره کیدو څخه روغتيا مهمه ده.»

میرزا وايي چې په اوسنیو شرایطو کې هيڅ څوک روغتيايي سپارښتنې نه رعایتوي او په داسې حالت کې لازمه نه ده چې خلک د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړي، ځکه د دغې خطرناکې ناروغۍ د خپريدو احتمال شته.»

علي اميني، چې د يو جومات امام دی او په دغو مراسمو کې يې ګډون کړی، دویچه وله ته وويل: «په افغانستان کې اوس د کرونا ويروس دومره خطرناک نه دی چې خلک يې له کبله په ديني او مذهبي مراسمو کې ګډون ونه کړي.»

خو اميني وویل چې د عاشورا د مراسمو ګډونوال باید روغتيايي سپارښتنې په نظر کې ونیسي او خلکو ته د مخه ويل شوي وو چې بايد په دغو مراسمو کې یوازې روغ کسان برخه واخلي.

دویچه وله د/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب