1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د مقناطيسي بم چاودنو دوه تنه پوليس وژلي

۱۳۹۹ دی ۶, شنبه

دوه افغان پوليس هغه مهال ووژل او يو ملکي وګړی ټپي شو کله چې درې بېلابېل نښلونکي بمونه په کابل کې وچاودل. دا د افغانستان په پلازمېنه کې د تاوتريخوالي‌ وروستۍ پېښه ده.

Afghanistan | Aufräumarbeiten nach Anschlag in Kabul
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/ASSOCIATED PRESS/R. Gul

دغه دواړه پوليس د هغوی په موټر پورې د مقناطيسي‌ بم تر نښلول کېدو وروسته د کابل په يوه مرکزي ناحيه کې د چاودنې د لارې ووژل شول. دغه خبره د پوليسو وياند، فردوس فرامرز خبريالانو ته کړې ده.

د هغه په خبره يو ملکي تن په دغه چاودنه کې ټپي شوی هم دی. د فرامرز په خبره يو دريم بم هم په کابل ښار کې چاودلی چې تلفات يې نه دي اړولي. په دې وروستيو مياشتو کې په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې مرګونی تاوتريخوالی ډېر شوی دی چې د بمونو تر څنګ راکټي بريدونه او هدفي وژنې هم رانغاړي.

د ډېرو دغسې بريدونو مسئوليت د اسلامي دولت په نوم جهادي ډلې منلی دی. په تېره ژورناليستان، سياسيون او د حقونو فعالين په زياتېدونکي کچه په نښه کيږي. دا په داسې حال کې ده چې د سولې په اړه د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې هم دوام لري.

آ./ن.ص./ا.ا.