کابل د نړیوال امنیتي کنفرانس کوربه توب کوي
۱۳۹۶ خرداد ۱۵, دوشنبهد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، احمد شکیب مستغني وویل چې د «کابل پروسې» په نامه دغه یوورځنی کنفرانس د افغانستان په مشرتوب ترسره کیږي او هدف یې د سیمه ایزې همکارۍ ډیرول دي. نوموړی همدا راز وايي چې ټاکل شوې په دې نړیوال کنفرانس کې د برخه اخیستونکو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالان برخه واخلي.
دغې غونډې ته له اونیو راهیسې پلانونه جوړیږي او د کابل په دپلوماتیکه سیمه کې د تیرې اونۍ تر زورورې چاودنې وروسته داسې ویرې هم شته، چې دغه کنفرانس به وځنډیږي. د کابل د چهارشنبې ورځې په چاودنه کې کابو۹۰ کسان ووژل شول او تر۴۶۰ ډیر کسان ټپیان شول.
مستغني د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز وویل: «په دې ناسته کې د برخه اخیستونکو هیوادونو افغانستان ته دا ډاډ ورکړی چې د دوی استازي به په دې کنفرانس کې برخه واخلي.»
د مستغني د خبرو پر اساس، نه یوازې سیمه ایز هیوادونه لکه روسیه، هندوستان، پاکستان او ایران به دې کنفرانس ته خپل استازې ولیږي، بلکي د امریکا متحدو ایالاتو او بریتانيا ترڅنګ آلمان هم په دې یوه ورځني نړیوال کنفرانس کې برخه اخلي.
مستغنې همدا راز زیاته کړه چې د دې کنفرانس اصلي هدف په سیمه کې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات په هکله د یوې اجماع رامنځته کول دي.
د دې کنفرانس چمتو کوونکو د آلمان خبري آژانس ته د معلوماتو په ورکولو سره ویلي چې د دې کنفرانس په اجندا کې د اسلامپاله ډلې یعنې طالبانو سره د سولې خبرې اترې به هم د بحث موضوع وي.
ټاکل شوې چې ګډونوال به د القاعدې او داعش سره چې دواړه په افغانستان کې حضور هم لري، د دوی پرضد د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې او بحثونه وکړي.