کابل صبا د ايران او تاجکستان د ولسمشرانو کوربه دی
۱۳۸۹ آبان ۲, یکشنبهافغان ولسمشر په تيره غونډه کي خپلو دغو دوو ګاونډيو سيالانو ته بلنه ورکړي وه چي پينځمي غونډي ته به کابل ته راځي چي د هغوی له لوري دغه غوښتنه منل سوې وه.
په هغي ناسته کي د سيميزو اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو همکاريو تر څنګ د دريو ملکونو د هغو ګډو ستونزو پر سرهم خبري وسوې چي دمګړی ورسره لاس او ګريوان دي.
په همدي موخه د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه د ولسمشرۍ تر ماڼۍ پوري په غزيدلي واټ داوړو غاړو ته د ايران، تاجکستان او افغانستان بيرغونه ځوړند سوي دي.
د دغو دريو هيوادونو مشران به صبا په کابل کي سره جرګه کيږي او د تيرو ژمنو د پلي کيدو د حال جاج به اخلي .
د ولسمشرۍ د ماڼۍ يوي سرچيني چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي نن په کابل کي دويچه ويله ته وويل چي درې سره مشران به د يو شمير هغو ګډو فرهنګي، ديني او تاريخي مناسباتو په رڼا کي په وړانديز سويو پروژو هم بحثونه ولري، چي د تهران په غونډه کي ورباندي خبري سوي وې.
امام علي رحمان، حامد کرزی او د هغه ايراني سيال محمود احمدي نژاد به په قوي احتمال د ارګ په ماڼۍ کي په دي باب سره جرګه سي.
پلازمېني کابل ته د دغو مشرانو له راتګ دمخه په دغه ښار کي کلک امنيتي تدابير نيول سوي دي او هري خوا ته د عادي ورځو خلاف په ګڼ شمير کي پوځيان تر سترګو کيږي.
د ښارعمده څلور لاري او ستراتيژيکي څوکي د پوځ او ملي امنيت کسانو تر ولکي لاندي راوستي تر څو په دغه ښار د ممکنه ترهګريز بريد مخه ونيسي.
افغانستان دمګړۍ له تاجکستان او ايران سره پراخي سوداګريزه راکړه ورکړه لري.
د ولسمشر کرزي وينا ده چي دمګړۍ له ايران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه څه باندي يو نيم مليارد امريکايي ډالره ته رسيږي.
ويل کيږي چي په دغه غونډه کي به د تاجکستان له دوشنبي ښار څخه د افغانستان د مزار شريف له لاري د ايران مشهد ښار ته د اوسپنۍ د پټلۍ د غزولو د هغه پروژي په پرمختګونو هم خبري وشي، چي په څلورمه غونډه کي ورباندي دري اړخيزه هوکړه سوې وه.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل