کابل ـ ولي له درو دقيقو سفر څخه دوې ضايع ځي؟
۱۳۹۵ دی ۸, چهارشنبهاعلان
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.12.2016):
د نړۍ تر ټولو اوږد د اورګاډو تونل پرانستل سو
په سويس کي د نړۍ تر ټولو اوږد تونل «ګوټهارډ باسيس» د کار اخيستنې له پاره پرانستل سو. د الپ په غرونو کي غځېدلي پر دغه تونل ۱۷ کاله تعميراتي کار وسو.
دغه تونل ۵۷،۱ کلومتره اوږد دی.
«ګوټهارډ» تونل په ۱۹۳۴ کال کي په لنډه بڼه موجود ؤ. خو نوی تونل «ګوټهارډ باسيس» بېل او ډېر اوږد تونل دی.
«ګوټهارډ» تونل د سويس تر درو لاندي تېر سوی دی.
پر «ګوټهارډ باسيس تونل» باندي ۱۷ کاله تعميراتي کار وسو.
د دغه تونل اکثره برخه تر غرونو لاندي تېره سوې ده.
پر دغه تونل تقريبا ۱۲ مليارده سويسي فرانکونه مصرف راغلی دی.
په دغه تونل کي به اورګاډي په حداکثر ۲۵۰ کلومتره في ساعت رفتار وکولای سي.
تونل نه يوازي د نړۍ تر ټولو اوږد تونل دی بلکه په تخنيکي توګه يو له مجهزترينو څخه هم دی.
د دې څخه تر مخه چي تونل ترانسپورت ته پرانستل سي، زيات ازمويښتی سفرونه پکښي تر سره سول.
د تونل د کيندلو له پاره له لويو ماشينونو او برمو څخه کار واخيستل سو.
مسافر وړونکي اورګاډي پکښي د ۲۰۰ کلومتره في ساعت سفر کولای سي.
بار وړونکي اورګاډي پکښي د ۱۰۰ او ۱۶۰ کلومتره في ساعت سفر کولای سي.
په دغه تونل کي به هر کال تقريبا ۴۰ مليونه ټنه بارونه ترانسپورت کړل کيږي.
په ورځ کي تر دغه تونل ۲۶۰ مال اورګاډي او ۶۵ مسافر وړونکي اورګاډي تېرېدلای سي.
د تونل تعميراتي کارونه د ۲۰۱۶ کال په می مياشت کي لا خلاص سوي ول.
د ۲۰۱۶ کال د جون په لومړۍ نېټه د تعميراتي کارونو د پای ته رسېدو په مراسمو کي انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم ګډون کړی ؤ.
انځورونه1 | 16