1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: وسلوالو د سیکهانو پر عبادت ځای حمله کړې

۱۴۰۱ خرداد ۲۸, شنبه

وسلوالو کسانو د شنبې په ورځ په کابل کې د سیکهانو پر یو عبادت ځای یا درمسال حمله کړې ده. د طالب چارواکو له قوله ويل شوي چې په پيښه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

Afghanistan Kabul | Rauch über Gebäuden
انځور: REUTERS

د فرانسې خبري آژانس د طالبانو د کورنيو چارو وزات له قوله خبر ورکړی چې لږ تر لږه یو لاسي بم غورځول شوی دی.

د سیکهانو د ټولنې یو مشر، ګورنام سينګ دغه آژانس ته وويل چې د ډزو او چاودنې غږ ېې اوریدلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور وويل چې د یو لاسي بم په چاودنه کې د سیکهانو د ټولنې دوه غړي ټپیان شوي دي.

ټکور زیاته کړه، څو دقیقې وروسته په سیمه کې د يو موټر بم چاودنه هم وشوه، خو کومه مرګ ژوبله ېې نه ده اړولې.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي د لاسي بم د غورځولو له کبله په ساختمان کې اور هم لګیدلی او دا چې سیمه د طالبانو امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شوې ده.

 که څه هم طالبان په دغې حمله کې یوازې د دوو کسانو د ټپي کیدو وايي، خو ځايي خلکو ويلي دي چې احتمال لري ډير کسان وژل او ټپيان شوي وي. تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسئولیت نه دی منلی.

پر فيسبوک هم د پيښې اړوند خبرونه او انځورنه خپاره شوي دي. يوه افغان خبري آژانس، پژواک، ليکلي دي چې د «کابل څلورمې حوزې اړونده د باغ بالا سیمه کې داهل هنودو پر درسمال برید شوی». د پيښې د ځای انځورونه او ويډیوګانې هم خپرې شوي چې ښيي له یوه ساختمان څخه آسمان پر لور لوږی پورته کیږي. تر دې مخکې هم په افغانستان کې سیکهان په نښه شوي دي.

د سیکهانو پر درمسال ننۍ وسلوالې حملې باندې یو شمیر پخوانیو افغان سیاستوالو غبرګونه ښودلی او دغه عمل ېې غندلی دی.

د افغانستان په پخواني پارلمان کې د افغانستان د اهل هنود استازې، انارکلي هنریار، تازه پر ټويټر ليکلي دي چې «افغانستان د ديني او مذهبي لږکیو له پاره ګورستان» دی.

هنریار زياته کړې چې د بشر ضد جنګي جنایتونه او وحشیانه حملې هغه تکراري کليمې او جملې دي چې په تیرو شلو کلونو کې تکرار شوي دي. هغې زياته کړې «بلاخره د دغو حملو عاملان کومې تروريستي ډلې دي، چې د تر ټولو بېوزله او بې غرضه خلکو څخه قرباني اخلي.»

د افغانستان د تير حکومت د بهرنيو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر ليکلي دي: «دا وحشیانه بريد په کلکه غندم.» اتمر په دغه ټويټري پيغام کې د افغانستان سيکهانو سره خپله خواخوږي ښودلې ده.