1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې ځانمرګی بريد شپږ کسان وژلي

۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د سه شنبې په ورځ چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان دي. دوی ويلي دي چې چاودنه ځانمرګي بريد دی.

Afghanistan Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، دغه ځانمرګی بريد د مارشال فهيم پوځي اکاډمۍ ته نژدې شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند، نصرت رحيمي په يوې اعلاميه کې ويلي دي چې په دغه ځانمرګي بريد کې دوه ملکيان او څلور پوځي پرسونل وژل شوي او د پنځو ملکيانو په ګډون ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د رحيمي په وينا دا «لومړني» ارقام دي او کیدای شي تغيیر وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند، د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د پيښې ځای د امنيتي ځواکونو له خوا کلا بند شوی دی.

تر اوسه پورې د طالبانو په ګډون هيڅ ډلې د دغه بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخیستی.

په کابل ښار کې د سه شنبې ورځې بريد، په دغه ښار کې تر څو مياشتې آرامۍ وروسته شوی دی.

بريد په داسې حال کې شوی چې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ په قطر کې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په مقصد مذاکرات ادامه لري.

dpa/mks/nz

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل