1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل؛ په مسجد کې ډزې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

د طالبانو امنیتي مسؤلینو په کابل کې په یوه مسجد کې د ډزو په پایله کې د پنځو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی.

Afghanistan Kabul | Explosion
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ دویچه ویله ته وویل، چې د دغه پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي: «نن سهارد نهمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه رواش په سیمه کې یو وسله وال کس په یوه جومات کې ډزې کړي چې په پایله کې یې پنځه کسان وژل شوي او یو کس ټپي دی.»

هغه د دغه برید لامل «شخصي دښمني» بولي. خالد ځدراڼ زیاتوي، چې د طالبانو ځواکونه د بریدکونکي د نیولو په لټه کې دي.

دوې ورځې وړاندې هم د کابل په کارته پروان سیمه کې په یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي وو.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل